د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

لاهم په افغانستان کې ماشومان د پولیو له ګواښ سره مخ دي


د روغتیا نړېوال سازمان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې؛ د اسیا د جنوب یوولس هېوادونه له پولیو یا د ماشومانو د فلج له مرضه پاک شوي دي.

د دې سازمان د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې وویل؛ د هند په څېر ستر او ګڼ میشتي هېواد کې په تېرو درېیو کلونو کې د پولیو تازه پيښه نه ده ثبت شوې.

د دې سازمان په وینا، په عمومي ډول د نړۍ اتیا فیصده خلک اوس د پولیو له ویروسه په پاک چاپيریال کې ژوند کوي.

د پولیو ویروس د ماشومانو پر عصبي سیسټم حمله کوي او د هغوی د مرګ یا فلج سبب کیږي. دا ویروس په اوبو او خوراکي موادو کې له یوه ماشومه بل ته خپریدلای شي.

د روغتیا د نړېوال سازمان په وینا، اوس یوازې د نړۍ په څو محدودو هیوادو ناجیریا، پاکستان، سوریه او افغانستان کې کوچنیان د پولیو د وژونکی ویروس د خطر سره مخامخ دي.

روغتیايي ادارې وايي، په افغانستان کې روان تشدد، د خلکو کم معلومات او د روغتیايي مرکزونو کموالی په ماشومانو کې د پولیو د ویروس د موجودیت څو عمده دلایل دي.

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د اوسېدونکي اسمعیل درې کلنه لور ګوزڼ وهلې ده.

اسمعیل ازادي راډیو ته وویل؛ ماشومه یې حرکت نه شي کولای او ټوله کورنۍ د هغې راتلونکې ته خواشیني دي.

اسمعیل وايي، تېر دوبی د دوی په سیمه کې یو ناپيژندل شوی مرض راغی او ګڼ شمېر کوچنیان یې ناجوړه کړل.

وروسته څرګنده شوه چې، ځیني ماشومان ګوزڼ وهلي وو:

"د ماشومې تبه وه. کله چې مو روغتون ته ورسوله او معاینات یې وشول، ډاکټر راته وویل چې؛ پولیو نیولې ده. زموږ د ماشومې اینده خرابه شوه. زړه مې ډير ورته خوږیږي."

اسمعیل زیاته کړه چې، د دوی په سیمه کې نور ماشومان هم په پولیو یا ګوزڼ اخته شوي دي:

"پینځلس یا شل ماشومان به وي، زموږ په شاوخوا منطقه کې؛ دا ټول تر پینځه کلنۍ کښته ماشومان دي."

د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د محمد آګل دوه نیم کلن زوی ګوزڼ وهلی دی.
محمد آګل وايي، په سیمه کې د کلینیکونو او روغتیايي کارکونکو نشتوالی په کوچنیانو کې د پولیو د خپریدو یو عمده سبب دی:

"زموږ ماشوم مریض شو، خو موږ سم ورباندې نه پوهیدو نو دوه – درې ورځې په کې تیرې شوې. زموږ غرنۍ ساحه ده او هلته نږدې نه کلنیک شته، نه ډاکټر او دوا شته نو متاسفانه چې دوې – دری ورځې وروسته موږ دا ماشوم مرکز ته ولیږداوه او ډاکټرانو وویل چې، پولیو نیولی دی."

په کونړ کې د افغانستان د عامې روغتیا رییس حاجي محمد اسحق ازادي راډیو ته وویل چې؛ د دې ولایت په سرکاڼو، مرورې، وټه پور، پيچ او چپه دره کې د واکسین کارکونکوته د واکسین د ویش اجازه نه ورکول کیږي:

"هلته ځينې ډلې زموږ ګروپونه یا کارمندان واکسین ته نه پریږدي؛ په کلیو کې د ګرزیدو اجازه نه ورکوي، مختلفې ډلې دي او ممانعت کوي."

محمد اسحق زیاته کړه چې، وسله والې ډلې په کونړ کې د پولیو د واکسین پر ضد تبلیغ کوي او هغه خلک چې ډیر معلومات نه لري؛ منع کوي چې، ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي:

"دلته موږ د زیاتو هغو ډلو سره خبرې کړې چې واکسین ته اجازه نه ورکوي. ځیني ډلې همکاري کوي، خو یو شمېر نورې بیا د استخباراتو ډلې دي؛ په ځيني ځایونو کې مولویان دي او وايي چې دا واکسین حرام دی. یا داچې خلکو ته ویل کیږي چې؛ تر مرض مخکې وقایه جایزه نه ده."

د وټه پور ولسوالۍ اوسیدونکي محمد آګل ازادي راډیو ته وویل؛ وسله والې ډلې او ګروپونه د ویرې خپرولو لپاره حملې کوي او په پټه په خلکو کې د واکسین ضد تبلیغ کوي.

د ده په وینا، په وار وار د واکسین د کمپاین پر کارکونکو حملې شوي او خبرداري ورکړل شوی؛ خو تبلیغ په غیر مستقیم ډول کیږي.

"په جار څه نه شي ویلای ځکه ځان پټ ساتي خو په خلکو کې په غیر مستقیم ډول تبیلغ کوي. څو کلونه مخکې د واکسین ډلې سیمې ته راغلې وې نو خبرداری یې ورکړل چې له سیمې ووزي."

په کونړ کې د عامې روغتیا ریس وویل چې؛ په ځيني مواردو کې یې وسله والو طالبانو ته جرګې او مرکې هم ورلیږلي تر څو د پولیو ضد واکسین کمپاین ته اجازه ورکړي.

وسله والوطالبانو په سیمه کې د پولیو د واکسین پرکمپاین کوونکو د حملو مسولیت نه دی اخیستی؛ خو د دانګام ولسوالۍ اوسیدونکي اسمعیل چې درې کلنه لور یې ګوزڼ وهلې وايي:

"اوس دې یو طالب راشي او زما د لورکۍ حالت دې وګوري؛ مرسته دې راسره وکړي، یا دې هغې ته لس افغانۍ ورکړي چې؛ پرې خوشاله شي. کولای شي؟"
XS
SM
MD
LG