د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۱۶

ګارډين: چارواکي له بېلابېلو کانديدانو ملاتړ کوي


ګارډين:

د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په راتلونکو انتخاباتو کې د درغليو پر احتمال يوه ليکنه خپره کړې او د انتخاباتو خپلواک کميسيون د چارواکو په حواله يې ليکلي چې وايي، دولتي کارکوونکي په بېلابېلو ولايتونو کې له مختلفو کانديدانو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه ليکي، که څه هم د انتخاباتو کميسيون چارواکي وايي تر وسه- وسه هڅه کوي په راتلونکو انتخاباتو کې د درغليو مخه ونيسي، خو د ورځپاڼې په باور په بشپړه توګه د درغلۍ مخنيوى اسان کار نه دى.

وړاندې په ليکنه کې راغلي، که دغه انتخابات له درغلۍ پرته ترسره شي او ښه مخته لاړ شي، دا به د افغانستان په تاريخ کې لومړى وار وي چې قدرت په ډيموکراتيک او سوله ييز ډول له کوم جنجال پرته بل حکومت ته انتقالېږي.

ګارډين ورځپاڼه زياتوي، په داسې حال کې چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو، د نړيوالو مرستو د کمېدو او د ناامنيو د زياتېدو له کبله د کابل د حکومت واک کمزورى کېږي، هره ډله هڅه کوي انتخابات د ځان په ګټه تمام کړي، چې دا کار د ځينو مخکښو کانديدانو په ګټه دى.

د بلخ ولايتي شورا مشر افضل حديد ورځپاڼې ته ويلي، هغه کسان په انتخاباتو کې درغلۍ کوي چې کولاى شي له قانوني تعقيب د خوندي پاتې کېدو واک لري.

ګارډين ورځپاڼه ليکي، پر ټاکنو د څار پروګرام هم د مالي سرچينو له کموالي سره تړلى او دغه پروګرام هم نه شي کولاى ټولې سرغړونې وڅاري.

ورځپاڼه زياتوي، په داسې حال کې چې افغانستان يوه نوي تاريخي پړاو ته روان دى، د کورنيو لانجو د مخنيوي او د نړيوالو مرستو د دوام لپاره د معتبرو انتخاباتو ترسره کول مهم دي.

ايکانوميسټ:

ايکانوميسټ مجلې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د راتلونکو ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه يوه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دى: د افغانستان په انتخاباتو کې کانديدان او مخکښان.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، د افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې له شک پرته چې سوداګر، شتمن او پوليس د انتخاباتو پر نتيجو اغېز لري.

مجله ليکي، په انتخاباتو کې د درغليو د مخنيوي لپاره بايد موثرې لارې او جدي کنټرول په پام کې ونيول شي.

ايکانوميسټ ليکي، تر انتخاباتو مخکې هم ځينو کانديدانو شکايت کړى، چې په مختلفو سيمو کې دولتي چارواکي د يوه او بل کانديد په ګټه کار کوي.

د ايکانوميسټ تحليل کوونکي په دې باور دي، چې د افغانستان راتلونکي انتخابات به په ټوله کې له کړکېچ او ناباوريو سره مخامخ وي.
XS
SM
MD
LG