د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

​ننګرهار: په اچین ولسوالۍ کې ١٤ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د افغانستان د کمانډو ځواکونو د لومړۍ لېوا ویاند احمد جاوید سلیم ازادۍ راډیو ته وویل،چې د دوی ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د دولت د وسله والو مخالفینو پرضد عملیات کړي، چې نن د جمعې په يې هم دوام درلود.

نوموړي وویل، چې په دې عملیاتو کې تر اوسه لس تنه وسله وال وژل شوي او څلور تنه نور زخميان شوي او په همدې ډول دوی شپږ تنه نیولي،چې دوه تنه يې پيژندل شوي طالبان دي او څلور تنه شکمن دي.

د احمد جاوید سلیم په خبره په دې عملیاتو کې دوی ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله وال طالبانو هم تر اوسه د یادو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG