د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۲۳

۴۱ تنه د کابل د ولایتي شورا د غوره کاندیدانو په توګه معرفي شول


په افغانستان کې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو تر منځ ازموینې او بیا د بریالیو کاندیدانو پیژندل هغه څه دي چې؛ نوي ازمویل کیږي.

د امید نوین او دادرس مدني ټولنو چارواکي وایي؛ د دوی له خوا په اخیستل شویو ازموینو کې د کابل د ولایتي شورا انتخاباتو ۱۹۸ کاندیدانو برخه واخیسته.

دوی وايي، له دې ډلې ۴۱ تنه په ازموینو کې بریالي شول.

د امید نوین ټولنې مسوول احمدضیا ساحل د اخیستل شویو ازموینو په شفافیت په ټینګار سره وویل چې؛ د دې پروسې هدف د وړ کاندیدانو پيژندل و.

"موږ له کاندیدانو څخه د ازموینو په پاڼو کې ۳۸ پوښتنې مطرح کړې وې. په دې پوښتنو کې د یوه کاندید په اړه هر ډول پوښتنې مطرح شوي چې؛ په کې د هغه د زده کړو سطحه، عمر، شخصیت، کاري بګرونډ، کاري لاسته راوړنې، کورنۍ او اقتصاد یې څیړل شوي.

په پای کې یو شمیر کاندیدان چې زموږ د موسسې له معیارونو سره سم ځوابونه ورکړي وو؛ مونږ دوی د غوره کاندیدانو په توګه معرفي کړل."


ښاغلي ساحل وویل، دوی له دوو لیکلي او شفاهي ازموینو وروسته دا ۴۱ کاندیدان انتخاب کړي.

د دې پروسې له خوا ځینو بریالیو کاندیدانو هم دا کار وستایه او ویې ویل چې، په دې سره به خلک وپوهیږي؛ څو کوم کاندید د رایې مستحق دی.

نیک محمد نیکمل ځاځی وايي؛ له دوه دوره ازموینو وروسته وتوانید چې؛ د ۴۱ غوره کاندیدانو په کتار کې راشي.

"یوه سوالنامه وه چې، ۳۸ سوالونه وو، هغه یې هر کاندید ته توزیع کړې وه. تخنیکي، سیاسي او ربطي سوالونه وو، چا چې په منظمه توګه هغه سوالونه ځواب کړي وو؛ په دې اساس هغوی انتخاب شوي او د برترو کاندیدانو په لسټ کې یې تبریکنامې هم موږ ته راکړې."

د امید نوین او دادرس ټولنې وايي؛ په دې هیله یې دا کار کړی چې، خلک په انتخاباتو کې مستحق کاندیدان وپيژني او وړ کسان د خلکو استازیتوب وکړي.

د دې ټولنې چارواکي وايي چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم د دوی له دې پروسې خبر دی او د عامه پوهاوي په خاطر یې بریالی کار بللی.

راپور: صفی الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG