د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۰

امریکا اوکراین ته یو میلیارد ډالر پور ورکوي


د امریکا سنا له اوکراین سره د مالي مرستو لایحه د دوو په وړاندې په اته نوي موافقو رایو او د استازو جرګې د نولسو په وړاندې په ۳۹۹ موافقه رایو پرون تصویب کړه.

ټاکل شوې چې د دې لایحې پر بشپړولو مخکې له دې چې ولسمشر بارک اوباما یې توشېح کړي؛ نور کارهم وشي.

د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ډیموکراټ سناتور باب مېنېندېز Bob Menendez خبرداری ورکړ چې؛ دا د تاریخ یوه خطرناکه شېبه ده او زیاته یې کړه:

"ولسمشر ولادیمیرپوتین څار کوي. ګوري چې موږ څه کوو، ګوري چې ایا موږ د اقدام پرېکړه کړې کنه؛ انتظار دی چې، آیا د راتلونکو اقداماتو لپاره شین څراغ ورکول کېږي کنه."

ښاغلي مېنېندیز زیاته کړه، د نوې لایحې تصویب به په اوکراین کې له ډیموکراسۍ، حکومتوالۍ او د مدني ټولنو له پروګرامونو سره مرستو ته لاره پرانیزي او همداراز د اوکراین د حکومت پرضد د اعتراض کوونکو په وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو او د دې هېواد د سولې او ملي حاکمیت د زیانمنېدو پر مسوولو کسانو به بندیزونه ولګوي. پر روسیې د بندیزونو په اړه منېندېز وویل:

"دا لایحه د روسي چارواکو او د دوی د هغو همکارو کسانو چې په اوکراین کې د پام وړ فساد مسوولان دي؛ شتمنۍ کنګل کوي او د ویزې بندیز پرې لګوي او پر هغو روسي چارواکو بندیزونو ته لار پرانیزي چې؛ په اوکراین یا روسیه کې په فساد کې ښکېل دي. د پوتین ملګري باید پوه شي چې؛ پوتین ښايي هغه آس نه وي چې دوی به یې له دې وروسته پر منډه شرط وګټي."

پرون له دې مخکې د پیسو نړیوال صندوق IMF ژمنه وکړه چې؛ اوکراین ته د 14 او 18 میلیارده ډالرو ترمینځ پور ورکړي. دا پور چې اوکراین یې د ترلاسه کولو لپاره د یولړ تشکیلاتي اصلاحاتو ژمنه کړې؛ په راتلونکو دوو کلونو کې د نورو پورونو اخیستو ته هم لاره پرانیزي چې ښايي ټول 27 ملیارده ډالرو ته ورسېږي.

د IMF مرستیال ویاند ویلیم موري William Murray پرون په واشنګټن کې وویل؛ اوکراین ته د پور دقیقه اندازه به هغه وخت معلومه شي چې؛ دوه اړخیز او څواړخیز ملاتړ ورته ترلاسه شي:

"له 14 تر 18 ملیارده ډالرو پورې پور ځکه په پام کې نیول شوی چې؛ موږ لاهم د 27 میلیارد ډالرو په ارزښت د ټول پور لپاره د دوه اړخیزو او څواړخیزو مرستو د سمون پر چارو کار کوو."

ولسمشراوباما پرون له روم څخه د لیدنې پرمهال د پیسو د نړیوال صندوق ژمنه یو مخ پروړاندې مهم ګام وباله. اوباما وویل چې، د مالي ملاتړ دا ټولګه به د اوکراین له اقتصادي ثبات او د دې هېواد د خلکو د اړتیاوو له ترلاسه کولو سره مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG