د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۲۵

د نوروز زون هېوادونو پنځم جشن په کابل کې ترسره شو


د نوروز زون هېوادونو پنځم جشن نن پنجشنبې په کابل کې جوړ شو.

په دې جشن کې د پاکستان، ایران او تاجکستان جمهور رییسانو او د سیمې د نورو هېوادونو لسګونه لوړ پوړو چارواکو برخه واخیسته.

ولسمشرکرزي په خپله وینا کې د سیمې هېوادونه د تروریزم د له منځه وړلو لپاره متحدې مبارزې ته وهڅول.

د پاکستان، ایران او تاجکستان جمهور رییسانو هم په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خپلو هڅه ژمنه ورکړه.

په کابل کې د نوروز په نړېوال جشن کې ګډون کوونکو مشرانو په یوه خوله په سیمه کې د افراطیت په خلاف د مبارزې غږ وکړ.

د نوروز زون هېوادونو پنځم جشن چې په کابل کې د ارګ په ماڼۍ کې جوړ شو د ایران، پاکستان او تاجکستان جمهور رییسان په کې ترټولو لوړرتبه مشران و.

د سیمې د هېوادونو نور ګڼ شمېر لوړ پوړو چارواکو هم په دې جشن کې برخه اخیستې وه.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د نوروز په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د سیمې هېوادونه له یوې ګډې ستونزې سره چې هغه تروریزم دی لاس او ګریوان دی:

″موږ ټول پوهیږو چې زموږ د سیمې ډېر هېوادونه له هغو ستونزو سره چې په سر کې یې ترویرزم دی مخامخ دي.

د پراختیا نشتوالی یوه بله ستونزه ده چې موږ ورسره لاس او ګریوان یو.

موږ په داسې حال کې له دې ستونزو سره مخامخ یو چې د نړۍ په یوې غني سیمه کې پراته یو.

عمیقې تمدني ريښې، خواريکښه او مبتکره خلک او ډېرې طبیعي سرچینې هغه ټولې خدا داده امکانات او وسیلې دي چې موږ کولای شو د خپلو ملتونو د سعادت او پرمختګ لپاره ترې ګټه پورته کړو.″


د پاکستان جمهور رییس ممنون حسین هم په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستلو ټینګار وکړ.ده وویل هېواد به یې هغه هڅې ونه سپموي، چې د سولې او ثبات په راوستلو کې اغیزمنې وي:

″سوله او ثبات هغه دوه اصله دي چې د پرمختګ د رامنځته کیدو لپاره ډېر مهم دي.

د دې لپاره پاکستان هم په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره ښه ګاونډیتوب ته ژمن دی او موږ به هر راز هڅې وکړو څو سوله تحکیم شي او بریالیتوبونه لاسته راوړو.″


حسین د تروریزم په وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې پاکستان په دې برخه کې ژمن دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا د خپلې وینا په سرکې د سیمې هېوادونه د افراطیت په وړاندې مبارزې ته وهڅول.

ده وویل، لکه څنګه چې نوروز د کال په معتدل موسم کې لمانځل کیږي نو سیاسي اعتدال هم د ټولو هېوادونو په ګټه دی او باید چې ورته جدي پام وشي.

ښاغلي روحاني په وروستیو درېيو لسیزو کې د افغانستان ستونزو او جګړو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې په افغانستان باندې د ده په وینا شوي اشغالونه غندي:

″د پردیو دوه ځل اشغال دا هېواد خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړل. زما هېواد ایران دا دوه ځله اشغال غندي او په هر ځل یې میلیونونو افغانانو ته په خپله غیږ کې د میلمه په توګه پناه ورکړې ده.″

ښاغلي روحاني ژمنه وکړه، چې هېواد یې په سیمه کې د سولې راوستلو ته ژمن دی.

روحاني وویل، تمه ده د نوروز زون د هېوادونو دا جشن په یوه پيمان بدل شي ترڅولا هم د موجوده ستونزو لپاره د نوروز زون د غړو هېوادونو ژمنې ټینګې کړي.

له بلې خوا د تاجکستان جمهور رییس امام علي رحمان هم د اعتدال په ارزښت، د تروریزم په وړاندې د مبارزې په اړتیا او د سولې د ټینګښت په اړه وینا وکړه.

ښاغلي رحمان همدا راز وویل، چې په سیمه کې باید ګډو اقتصادي همکاریو ته هم ډیر پام وشي.

ده وویل، که چیرې د افغانستان او سیمې د هېوادونو موقعیت په پام کې ونیول شي نو د اقتصادي پرمختګ لپاره به ډېرې زمینې برابرې شي.

په دې جشن کې په ګڼو سیاسي مشرانو سربیره لسګونه هنرمندانو او سندرغاړو د خپلو هېوادونو او سیمو سندرې هم وویلې.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG