د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۴

په کابل کې د نوروز جشن او د خلکو ستونزې


د افغانستان د جمهوري ریاست د ارګ ماڼې د نوروز د سیمه یېز جشن کوربه دی خو له ارګ څخه باندې خلک شکایت کوي چې ورځنیو چارو ته یې زیانونه رسیدلي.

د پنجشنبې په ورځ د ارګ شاوخوا اکثره بازارونه بند وه او د موټرو په تګ راتک بندیز لګیدلی وو.

د جمهوري ریاست د ارګ په ماڼۍ کې د نوروز د جشن لپاره شدید امنیتي تدابیر د دې سبب شول، چې د ښارځیني سړکونه او بازارونه تړلي وي.

د کابل یو شمېر اوسیدونکو ازادۍ راډیو وویل، چې له دارنګه ټینګو تدابیرو څخه خلکو ته اقتصادي زیان رسیږي چې ځکه چې کاروبار بند وي.

د پنجشنې په ورځ د نوروز د جشن لپاره د ښار د ځینو برخو سړکونه بند و. خلک د ضرورت لپاره له یوه ځایه تر بله پلي تلل.

بل خوا د افغانستان د کارګرانو ټولنه هم وايي، چې د افغانستان په شان هېواد لپاره زیاتې رخصتۍ یا د بازارونو بندیدل اقتصادي زیان رسوي.

ټاکل شوې وه، چې د نوروز کلنۍ جشن د کابل له ښاره لیرې د پغمان په غونډۍ جوړ شي، خو په دې وروستیو کې حکومت اعلان وکړ چې هلته ورته چمتوالی نه و بشپړ شوی ځکه خو د ارګ په ماڼۍ کې لمانځل کیږي.

په دې جشن کې د ایران، پاکستان او تاجکستان جمهور رییسانو، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د ځینو نورو هېوادونو جګپوړي چارواکو هم ګډون درلود.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG