د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

مجاهد: افغان طالبان به هم د پاکستاني هغو په پل، پل کیږدي


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ مذاکرات به د افغانستان پر حالاتو مثبت اثر وکړي.

د دې شورا مسئولین هیله ښيي، چې افغان حکومت هم له خپلو مخالفینو سره ورته مذاکراتو ته زمینه برابره کړې.

خو ځیني افغان کارپوهان وایي، د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د مذاکراتو موضوع د افغانستان له موضوع سره توپیر لري او افغانستان ته به کومه ګټه ونه رسوي.

د افغانستان د سولي عالي شورا په دې باور ده چې، د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان د حکومت د استازیو ترمنځ مذاکرات د افغانستان پر وضعیت مثبت اثر کولای شي.

راپورونه وایي، دغه دوه اړخیز، دوه ورځیني مذاکرات د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په یوې نامعلومه سیمه کې د دواړو لوړو د استازیو ترمنځ پیل شوی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالحکېم مجاهد د پنجشنبې په ورځ له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې تاکېد وکړ چې افغان حکومت هم ورته هڅه وکړي، څو له افغان طالباتو سره مذاکراتو ته لاره اواره کړي:

″افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک او په پاکستان کې د طالباتو اسلامي تحریک په فکري لحاظ تقریباء له یوې منبع نه سرچېنه اخلي، که چېرې پاکستاني طالبان او پاکستان حکومت په مذاکراتو کې یو قدم پرمخ ځي، زه باور لرم چې په افغانستان کې به هم د طالبانو اسلامي تحریک په دې قدم باندې قدم کېږدي″

له پاکستانه د پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت د استازیو ترمنځ د مذاکراتو په هکله د ازادۍ راډیو د راپور له مخې، د دواړو لورو ترمنځ په مذاکراتو کې په ډز بندۍ او د بندیانو په تبادله خبرې شوې دي، خو د مذاکراتو جزییات تر اوسه رسنیو ته نه دي څرګند شوي.

د سولې د عالي شورا مرستیال دا هم، دوی ډیره هڅه کړې او کوي يي چې، د افغان حکومت او وسله والو طالباتو ترمنځ مستقیمو مذاکراتو ته لارې چارې ولټوي.

ښاغلی مجاهد، د افغانستان د نوروز د جشن په مراسمو کې د سیمې د هېوادونو د جمهورو ریسانو او ځینو لوړ پوړو چارواکو د ګډون په هکله وویل، د سیمي ناامنه وضعیت ایجابوي چې افغان چارواکي له راغلیو میلمنو او په تیره د پاکستان له جمهورريس ممون حسین سره په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د سولې د ټینګښت په لارو چارو خبرې وکړي.

بل خوا ځیني افغان کارپوهان وایي، د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د مذاکراتو د موضوع څرنګوالی د افغانستان له روان امنیتي وضعیت سره توپیر لري او افغانستان ته به کومه ګټه ونه رسوي.

د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي په دې اړه ازادۍ رادیو ته وویل:

″طالبانو د پاکستان حکومت ته لست ورکړی، چې دوه سوه بندیان مو راخوشې کړه.درې میاشتو لپاره ډز بندي وي.

د پاکستان حکومت هم د خپلو درې بندیانو غوښتنه کړې. یوازې د مذاکراتو دوام په کې مطرح شوی دی. د افغانستان پرحالاتو لا منفی تاثیر کوي.

هلته به ډز بندي وي او د طالباتو ټول قوت به د افغانستان د انتخاباتو ګډوډلو ته مخه کړي.″


څه موده مخکې په دوبۍ کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د یو شمېر غړیو او د معتصم اغاجان په مشرۍ د افغاني طالبانو د استازیو ترمنځ خبرې شوې وې، خو وسله والو طالبانو ویلي چې په دې مذاکراتو کې د دوی استازیو برخه نه لرله او معتصم اغا جان د دوی استازیتوب نه شي کولای.

د افغانستان خلک هم وایي، افغان حکومت او د سولې عالي شورا په دې کې پاتې راغلی چې، له خپلو مخالفینو سره مذاکراتو ته لاره چاره ومومي. خو افغان چارواکي بیا هم هیله من ښکاري.

ولسمشرحامد کرزي هم په خپلې یوې وروستۍ وینا کې وویل، چې یوه نه یوه ورځ به د پاکستانیو طالبانو په شان د افغانستان له طالبانو سره هم د سولې خبرې کېږي.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG