د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

زارات: امریکا پر روسیې اقتصادي بندیز د یوازینۍ وسیلې په توګه کارولی شي


یو شمېرامریکایي چارواکي په دې باور دي چې د اوکرایین په څیر ځینو قضیو کې چې پوځي ځواک نه شي په کې کاریدلی، اقتصادي بندیزونه ترټولو ښه لار ده.

دوی وایي، له نړېوال مالي سیستم سره د هېوادونو د اړیکو پرې کول اوږد مهاله او ژور تاثیر لري چې یو شمېر هېوادونو لکه ایران او شمالي کوریا له وړاندې هم تجربه کړي.

دا خبره د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت یوه پخواني سلاکار کړې او وایي، امریکا اوس د اوکرایین د موضوع په اړه پر روسیې اقتصادي بندیز د یوازینۍ وسیلې په توګه کارولی شي.

جان زارات تیره اونۍ په میامي کې د پیسو د سپینولو او مالي جرایمو په اړه په کلني کنفرانس کې دا څرګندونې کړي دي.

ده ویلي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر پیښې وروسته امریکا ته دا معلومه شوه چې؛ د دښمن په مقابل کې مالي بندیزونه که څه هم د مرمیو او بمونو په څیر بیړنی تاثیر نه لري، خو وایي دا چاره یوه پوځي یرغل ته ورته ده، چې په ډیره ارزانه او اسانه توګه ترسره کېدای شي.

چېپ پونسي هم د تروریزم او مالي جرایمو په برخه کې یو بل امریکایې لوړ پوړی سلاکار دی چې له ښاغلي زارات سره هم نظره دی.

پونسي وایي، د هر بحران په وړاندې پوځي جګړه نه شي کېدای، بلکه نورې اسانه لارې هم لري.

دغو دواړو اقتصادي سلاکارانو له امریکې سره د داسې اقتصادي تګ لارې په جوړولو کې مرسته کړې چې دغه هېواد یې د خپلو مخالفینو په وړاندې کاروي او ډیری په دې باور دي چې همدغې پالیسۍ ایران دې ته اړکړ چې د خپل اټمي پروګرام د لانجې په خاطر د خبرو میز ته کښیني او هم یې د دوی په باور په افغانستان کې القاعدې ته ماته ورکړه.

اوس به دا ولیدل شي چې دغه تګ لاره پر روسیې څومره اغیز کولای شي.

اقتصادي پوهان وایي، دا به سخته وي چې له همدې ځواکه د روسیې په وړاندې چې په خپله یو قوي هېواد دی، لوی اقتصاد لري او د اروپا او نورې نړۍ سره اقتصادي اړیکې لري، ګټه واخیستل شي.

خو د ښاغلي زارات په خبره یو څه باید وشي. دی وایي ایران او شمالي کوریا نړېوال مالي سیسټم ته د نه لاسرسي تاثیرات تجربه کړي.

تردې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واشنګټن او د روسیې له بانکونو سره د مخالفینو له لوري اقتصادي بندیزونو ته په تمسخر کتلي، خو امریکا په دې باور ده چې دغه پالیسي مسکو زیانمنولی شي.

ویل کېږي، د مالي اعتبار د اندازې معلومولو دوو موسسو له وړاندې د روسیي د پور په اړه خبرداری ورکړی او د مسکو د اسهامو بازار تر اوسه په مارچ کې څه باندې لس فیصده تاوان کړی دی.

د روسیه بانک په ګډون د دوو بانکونو لپاره ماستر کارتونه اوویزې بندې شوي.

خو د دې لپاره چې مسکو له منزویتوب سره مخامخ شي، واشنګټن باید له اروپا سره په ګډه کار وکړي، خو اروپا د سوداګریزو اړیکو او ترټولو مهمه د روسیې نفتو ته د اړتیا له کبله ډیر دغه ګام ته لیوالتیا نه ده ښودلې.

دا باور هم شته چې روسیه کولای شي د خپل ځواک په کارولو سره مقابله وکړي.

له همدې کبله ښاغلی زارات فکرکوي چې روان بحران کولای شي په خپله امریکا او اروپا ییانو ته هم زیان ورسوي. دی په دې برخه کې د جرمني ونډه مهمه بولي.

جرمني له روسیي سره نژدې اقتصادي اړیکې لري، نو دغه هېواد به د روسیې د منزوي توب او له هغه سره د سوداګرۍ د دوام ترمنځ واقع شي
XS
SM
MD
LG