د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۴ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۱

فارن پالیسي: د وري د ۱۶مې انتخابات لومړنی سوله ییز انتقال


فارن پالیسي نشریي د افغانستان د انتخاباتو او انډپنډنټ ورځپاڼې له دغه هېواد سره د نړېوالو مرستو د کموالي په هکله مطالب خپاره کړي دي.

فارن پالیسي لیکي:

په افغانستان کې د وري د میاشتې د شپاړسمې انتخابات کولای شي په دغه هېواد کې د واک د لومړي سوله ییز انتقال زمینه برابره کړي.

د دغه هېواد دوه مخکني انتخابات ډیر جنجالمن وو، چې د پرمختګ د ریښتونو نښو په نسبت یې د درغليو او له قانوني چوکاټه د تاواني تیریو یادونه ډیر په ذهن کې پاته دي.

نو اوس ډیرخلک داسې ګمان کوي، چې راتلونکي انتخابات به هم دغسې یو برخلیک ولري او امکان لري چې په پای کې د افغانستان د نازک حکومتي ترکيب په نړیدو تمام شي.

فارن پالیسي زیاتوي:

نړېوالې ټولنې او د افغانستان حکومت د انتخاباتو په درشل کې سخت کوښښ کړی، چې د انتخاباتو پروسه بهتره کړي، خو په داسې حال کې چې د دغه هېواد ولسي شورا د انتخاباتو دوه قوانین تصویب کړل د درغلیو د مخنیوي په برخه کې ډیر لږ ریښتونی پرمختګ شوی.

نشریه لیکي:

په داسې حال کې چې موږ انتخاباتو ته سترګې په لار یو او د اسانو او روغو ترسره کولو امکانات یې شته خو بیا هم نه شي کېدای له دی اړخه پوره ډاډمن اوسو.

فارن پالیسي زیاتوي: په داسې حال کې چې ګڼو کسانو په دغو انتخاباتو کې ځانونه جمهوري ریاست ته کاندید کړي، خو اکثر څارونکي په دې باور دي چې ریښتوني سیالي به د درېیو کاندیدانو، اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله او زلمي رسول ترمنځ وي.

په داسې حال کې چې فارن پالیسي نشریې د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په هکله چې له لسو کمې ورځې ورته پاته دي لیکنه خپره کړې.

د بریتانیې انډپنډنټ ورځپاڼې له افغانستان سره د نړېوالو مرستو د کموالي په هکله یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي:

په داسې حال کې چې نړېوالې مرستې په سلو کې څلویښت کمې شوي دي، دغه جنګ ځپلی هېواد یو ناهیلي کوونکې برخلیک ته سپارل کېږي.

انډپینډینټ زیاتوي: انتخابات ورځ تر بلې را نژدې کېږي، د ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي او سره له دې چې د اپریل میاشتې ته یواځې څو ورځې پاتې دي، په دغه هېواد کې د بشری مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د کلني پروګرام یواځې یوه پنځمه برخه تمویل شوې.

ورځپاڼه د کابل د نساجي بګرامي په کمپ کې د نیاز بي بي په نامه د هلمند د یوې بې ځایه شوې شپیته کلنې میرمنې د سخت ژوند له داستانه وروسته لیکي، چې د انتخاباتو په درشل کې نا امنی زیاتې شوي دي.

په داسې حال کې چې د تیرو لسو کلونو پرمختګ خصوصا د روغتیایي خدماتو او تعلیم په برخه کې د پام وړ دی، خو دغه پرمختګ سخت نازک او بې ثباته ښکاري.

ورځپاڼه لیکي چې؛ د مرستو د اسلامي موسسې نننی رپوټ خبرداری ورکوي، چې په داسې حال کې چې ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي او له دغه هېواد سره نړېوالې مرستې کمې شوي دي، د دې خطر شته چې افغانستان شاته وښوییږي.

انډپنډنټ لیکي، چې په افغانستان کې د ژوندانه د سوکالی وضعیت ناوړه دی، د پنځو کلونو کم عمر یو میلیون کوچنیان کم خوراکې ګالي، ۵۴ په سلو کې نجونې ښوونځیو ته نه شي تلای او جګړې ۶۳۰ زره کسان په هېواد کې دننه له خپلو کورنو بې ځایه کړي دي.
XS
SM
MD
LG