تمه ده چې نن په کابل کې د نوروز نړېوال جشن پیل شي. په دې جشن کې د ګډون لپاره د افغانستان د یو شمېر ګاونډیو هېوادو پلاوي کابل ته رسیدلې دي او نور مشران به نن کابل ته ولاړ شي.
د نوروز د نړېوال جشن په درشل کې په کابل کې افغان ولسمشر پرون له راغلیو میلمنو سره وکتل.
د افغانستان ولسمشر د تاجکستان له ولسمشر سره په کابل کې د تاجکستان، افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د تیریدو مساله وڅیړله.
حامد کرزي له امام علي رحمان سره پرون په دوه اړخیزو اقتصادي، تجارتي او امنیتي موضوعاتو خبرې وکړې.
د تاجکستان ولسمشر هیله څرګنده کړه چې د افغانستان انتخابات بریالي ترسره شي څو د افغانستان برخلیک په خپله افغانان وټاکي. د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندې یوه اونۍ پاتې ده.
امام علي رحمان څرګنده کړه، چې د افغانستان امنیت له ټولې سیمې سره تړاو لري او تاجکستان به تر خپله وسه په دې برخه کې له کابل سره مرسته وکړي.
د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو تر خبرو وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه خو د دې اعلامیې بشپړ جزییات تر اوسه رسنیو ته نه دې خپاره شوي.
د ولسمشر حامد کرزي مرستیالې ویاندې عادلې راز ازادي راډيو ته وویل چې د نوروز د نړیوال جشن تر څنګ به افغانستان یو لړ تړونونه د سیمې له هیوادو سره لاسلیک کړي:
″ولسمشر حامد کرزی به بیلابیلې غونډې د سیمې له مشرانو سره وکړي او یو شمېر تړونونه به ورسره لاسلیک کړي چې جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړو″
د نوروز په جشن کې د ګډون لپاره د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف هم کابل ته رسیدلی.
ده پرون له حامد کرزي سره ولیدل او د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان تر منځ د ریل د کرښې د تیریدو مساله یې وڅيړله.
د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې په راتلونکې کې د ریل دا کرښه تر اورپا پورې وغځیږي.
تمه ده چې نن د ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، ایران، پاکستان، قرغیزستان، اذربایجان، پاکستان، هند، ترکیې، قزاقستان او ارمنستان مشران په کابل کې د نورزو په نړیوال جشن کې برخه واخلي. په دې جشن کې به د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال او یو شمیر نور بهرني میلمانه هم ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان او ایران ولسمشران او د نوروز په نړیوال جشن کې نور برخه اخیستونکي نن کابل ته ورسیږي.