د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

امریکا وایي، له روسیې سره بله سړه جګړه نه پیلوو


د امریکا ولسمشربارک اوباما د اروپا د سفر اساسي وینا وکړه او روسیه یې وغندله چې په اکراین کې یې له بې رحمه ځواکه کار اخیستی دی.

اوباما ژمنه کړه، چې د وخت له تیریدو سره به د امریکا او اروپا متحد بریالی شي.

اوباما د اروپا د یووالي خبره یاده کړه، چې له نړېوالې دوهمې جګړې او بیا له سړې جګړې را وروسته سره یو موټې پاتې شوه.

ده وویل، چې مخالفو نظریو یوځل بیا دلته شخړو ته لاره هواره کړه:

″زه نن دلته راغلی یم او ټینګار کوم چې موږ باید کله هم د دغه پرمختګ دایمي ضمانت ونه کړو، چې په اروپا کې شوی او د نړۍ چارچاپیره شوی دی، ځکه چې د نظریو اختلاف دغه ستاسو د نسل په وخت دوام لري او دا هغه څه دي چې نن په اکراین کې څرګند شوې دي″

اوباما زیاته کړه، چې په اکراین کې د روسیې کارونه د ټولې نړۍ لپاره د امتحان یوه شیبه ده.

د امریکا ولسمشر بیا وویل، چې متحد ایالتونه او اروپا دا دلچسپي نه لري چې د اکراین واک ورسره وي.

اوباما بیا دا نظریه رد کړه، چې په کریمیا کې د روسیې له هلوځلو سره بله سړه جګړه پیل شوې ده:

″دا بله سړه جګړه نه ده چې موږ په کې داخلیږو.

د شوروي اتحاد برعکس روسیه د ملتونو د کومې ډلې مشري نه کوي او نه هم نړیواله نظریه لري.

متحد ایالتونه او ناټو له روسیې سره د کومې شخړې هڅه نه کوي″


اوباما دا ومنله چې؛ داسې لاره نه شته چې روسیه له کریمیا وایستل شي، خو ده زیاته کړه چې ترڅو متحد ایالتونه او د هغه متحدان سره یو لاس وي د روسیې خلک به دا اعتراف وکړي چې دوی هغه امنیت، سوکالي او مقام نه شي ترلاسه کولی چې هیله یې لري.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه که دی دا خبره هیره کړي، چې څه په اکراین کې پیښیږي نو دی به مسوول وي. اوباما خبرداری ورکړ، که چیرته روسیه په اکراین کې نوره مداخله وکړي نو بندیزونو ته به پسې دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر یوځل بیا دا خبرداری تکرار کړ، که چیرته د روسیې مشران دغه اوسني دریځ ته دوام ورکړي نو موږ په ډاډ سره ورته ویلی شو چې دغه انزوا به یې پسې ژوره شي.
XS
SM
MD
LG