د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۳۱

د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مستقيمې خبرې پيل شوې


د پاکستاني وسله والو طالبانو او ددې هېواد د حکومت ترمنځ د لومړي ځل لپاره مستقيمې خبرې اترې پيل شوې.

د پاکستاني حکومت له خوا له وسله والو طالبانو سره د مستقيمو خبرو اترو لپاره د ټاکل شوې کومېټې غړي او د طالبانو استازي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د سياسي شورا له غړيو سره د ليدنې لپاره د افغانستان پولې ته څېرمه شمالي وزيرستان ته تللي وو.

د پاکستان د دولتي تلويزيون د راپور له مخې، په دې سفر کې د حکومتۍ کومېټۍ استازيو د وسله والو پاکستاني طالبانو د سياسي شورا له جګپوړو غړيو سره کتلي او د طآلبانو له خوا د مستقل اوربند په ګډون يې ورسره د بنديانو په خوشې کولو او يو لړ نورو مسئلو خبرې کړي دي.

له وزيرستانه تر راستنېدلو وروسته د وسله والو طالبانو استازي او د حقانيې مدرسې بنسټګر مولانا سميع الحق په پېښور کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې دواړو لوريو په يو شمېر هغو موضوعګانو خبرې وکړې، چې مهمې وې او ښايي د منلو په صورت کې يې تلپاتې سوله رامنځته شي:

″نن لومړى ځل و، چې موږ د حکومتي کومېټۍ مهم او بااختياره غړي بوتلل او طالبانو ته مو مخامخ کېنول. دواړو خواوو ټوله ورځ په ډېر دقت او تفصيل د يو بل خبرې واورېدې او دې نتيجې ته ورسېدې، چې د سولې خبرې اترې ضروري دي، څو ولس ته د سولې زېرى ورکړي."

مولانا سميع الحق زياته کړه، چې پاکستاني وسله وال طالبان له حکومت سره د سولې خبرې اترې غځول غواړي او ښايي په راتلونکيو ورځو کې دواړه لوري بيا سره وګوري.

نوموړي همدا راز وويل، دواړه غاړې غواړي چې له دې فرصته ګټه پورته کړي او پاکستان کې له سوله ييزې لارې امن ټينګ کړي.

د پاکستان د حکومت له خوا ټاکل شوې کومېټه په داسې حال کې د وسله والو طالبانو د سياسي شورا له غړيو سره کتلي، چې وسله والو طالبانو د روانې مياشت په لومړۍ نېټه له حکومت سره يو مياشتنى مؤقت اوربند اعلان کړى دى.

د راپورونو له مخې، حکومتۍ کومېټۍ له طالبانو څخه د اسلاميه کالج پوهنتون د پروفيسر اجمل خان، د پاکستان د پخواني صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د زوى او د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثير د زوى د پرېښودو غوښته کړې ده، خو په بدل کې يې طآلبانو هم د خپلو غېر پوځي بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کړې، چې په خبره يې په دوى کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستاني وسله والو طالبانو له خوا د روانې مياشتې په ٢مه نېټه د يو مياشتني اوربند تر اعلانولو وروسته دا د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو لومړۍ مستقيمې خبرې دي او د پاکستاني طالبانو د استازيو په وينا، ښايي دا لړۍ دوام ومومي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG