د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

په خوست کې موټر بم برید اوه تنه ټپیان کړل


نن چهارشنبه د مازدیګر څلورنیمې بجې د خوست ښار د منګلو اډې په سیمه کې د کوټکي شهید په نوم د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې د موټر بم برید وشو؛ چې په کې څلور پولیس او درې ملکي وګړي ټپیان شول.

د کوټکي شهید په نوم امنیتي پوسته د خوست ښار په شمالي دروازه کې موقعیت لري؛ چې له یادې لارې خوست ښار ته داخلېدونکي موټر او نقلیه وسایط د پولیسو له خوا تلاشي کیږي.

خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت د پېښې په ځای کې ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې پېښه د مازدیګر په څلورنیمو بجو د یو پلانکوچ موټر په واسطه ترسره شوه؛ چې له کبله يې څلور پولیس او درې ملکیان ټپیان شول.

د ده په خبره په ټپیانو کې د دوو تنو پولیسو او یو تن ملکي وګړي روغتیايي حالت نازک دی او پاتې ټپیان د ښه روغتیايي حالت څخه برخمن دي.

د خوست ملکي روغتون رییس ډاکټر عبدالمجید منګل هم ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې دوی ته د پېښې له سیمې اوه تنه ټپیان وروړل شوي؛ چې څلور تنه پولیس او درې نور يې ملکي وګړي دي.

د پېښې په ځای کې د بریدکوونکي د وجود ځني غړي پاتې شوي او نور د برید کوونکي جسد او موټر په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

په دې برید کې د پولیسو امنیتي پوسته هم زیانمنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم د خوست د تریزیو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا د سرحدي پولیسو په یو شمېر امنیتي پوستو برید شوی و او دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي تلیفوني پیغام کې د یاد برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلې يې دي، چې په دې برید کې يې افغان سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده؛ خو د خوست امنیتي چارواکي دا ادعا ردوي او وايي، چې په نوموړی موټر بم برید کې کوم سرتیری یا ملکي وګړی نه دی وژل شوی
XS
SM
MD
LG