د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

"په اوکراین کې د مسکو وروستي کارونه د روسیې کمزوریتوب څرګندوي"


جمهور رییس بارک اوباما به نن بیا هم له اوکرایینه د کریمیا د جلا کولو لپاره د روسیې د هڅو پر ضد د امریکا او اروپا پر ګډ دریځ ټینګار وکړي.

اوباما به د امریکا او اروپايي اتحادیې ترمنځ د تجارتي اړیکو د پراختیا مساله هم مطرح کړي.

دی به نن په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو او امریکا په ګډه غونډه کې برخه واخلي او د اتلانتیک دواړو خواوو ته د پرتو هېوادو د اړیکو پر څرنګوالي به وینا وکړي.

جمهور رییس بارک اومابا پرون د هالنډ په هاګ ښار کې د اټمي انرژۍ د خوندیتوب په اړه غونډې ته وویل؛ په اوکراین کې د مسکو وروستي کارونه د روسیې کمزوریتوب څرګندوي:

"روسیه هغه سیمه ییز قدرت دی چې؛ خپلو نږدې ګاونډيانو ته یې تهدید پيښ کړی او دا یې قوت نه بلکه کمزوریتوب څرګندوي. موږ هم پر خپلو ګاونډیانو ډير نفوذ لرو؛ خو اړتیا نه لرو چې، د همکارۍ د پراختیا لپاره هغوی اشغال کړو.

دا حقیقت دی چې روسان له پوځي لارې مخکې ولاړل او نړېوال قوانین یې تر پښو لاندې کړل؛ دا د روسیې د نفوذ زیاتوالی نه بلکه کموالی څرګندوي."

امریکا او اوکراین په هغه اعلامیه کې چې د اټمي انرژۍ د خوندیتوب په اړه په پرونۍ غونډه کې خپره شوه؛ ویلي چې، په کریمیا کې د روسیې فعالیت د نړېوال امنیت اساس او د اروپايي اتحادیې سولې او ثبات ته خطر پيښوي.

جمهور رییس بارک اوباما ټینګار وکړ چې؛ امریکا به پر مسکو د بندیزونو له پراختیا ډډه ونه کړي.

جمهور رییس بارک اوباما دا ومنله چې؛ روسیه خپلو سرحدي سیمو ته د عسکرو د استولو حق لري؛ خو د اوکراین پولو ته نږدې یې د روسي عسکرو د شمېر له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن هم د اوکراین او روسیې ګډو سرحدي سمو ته نږدې د روسي عسکرو د شمېر د زیاتیدو په اړه د اوباما پر خبرو تاکید وکړ:

"زه په اطمینان وایم چې، د اوکراین پولو ته نږدې د روسیې د عسکرو د زیاتېدو له امله شدیده اندیښنه لرو. موږ د متحدانو په توګه د موثرو دفاعي ګامونو د پورته کولو په اړه غور کوو. د ناټو تړون متحدان باید زموږ د موثرو دفاعي اقداماتو په اړه ډاډ ولري."

جمهور رییس بارک اوباما او اندرس فوګ راسموسن به نن په بروکسل کې دوه په دوه هم خبرې وکړي.

په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو او امریکا په غونډه کې به د روسیې پر انرژۍ د اروپايي هیوادو د اتکا د کمولو لپاره د امریکا د طبیعي ګاز د صادراتو پر زیاتولو خبرې وشي.

اوسمهال د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه د خپلې اړتیا درېیمه برخه ګاز او تیل له روسیې ترلاسه کوي.

جمهور رییس اوباما به د برکسل ښار په یوه موزیم کې دوه زره کسانو ته د اروپا او امریکا د اړیکو د پراختیا پر اړتیا خبرې وکړي او بیا به د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د امریکايي عسکرو زاړه ډګر ته ورشي.
XS
SM
MD
LG