د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

مشعل: د سرینا په هوټل حمله د پاکستانېو اسخباراتو له خوا پلان شوې وه


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې په کابل سرینا هوټل کې حمله د پاکستانېو اسخباراتو له خوا پلان شوې وه.

د دې ادارې ویاند لطف الله مشعل د سې شنبې په ورځ په یوه خبرې کنفرانس کې وویل، چې طالبانو په تیر یوه کال کې مخکې ۱۲ ځلي په دې هوټل د حملې هڅې کړې وې، خو هره هڅه یې شنډه شوې وه.

د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه د پاکستان د استخباراتي شکبې نوم اخلي، چې د سرینا په هوټل وروستې حمله یې تنظیم کړې وه او د دې لپاره بېلابېل دلایل وړاندې کوي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند لطف الله مشعل وویل، چې د کابل سرینا هوټل اکثره کارکوونکي پاکستاني وګړي دي او هره ورځ به د پاکستان د سفارت څلور پنځه دیپلوماتان ماښام مهالې د ډوډۍ لپاره ورتلل، خو د حملې په ورځ نه پاکستاني کارکوونکي و او نه دیپلوماتان.

مشل د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د سرینا هوټل یوه پاکستاني کارکوونکي مستقیمآ د پاکستان استخباراتې ادارې سره اړیکې درلودې چې له دې پیښې څخه یوه اونۍ مخکې یې افغانستان پریښی و.

نوموړي همدا رنګه وویل، چې یوه پاکستاني ډیپلومات هم چې د دې هوټل په سپورتي کلپ کې غړیتوب درلود له حملي څخه یوه اونۍ وړاندې خپل غړیتوب لغوه کړې و.

ښاغلي مشعل وویل، چې د دوي څیړنې ښايې چې په دې حملې کې طالبان نه بلکې د پاکستان استخباراتې شبکه لاس لري:

″کوم تاکتیک چې په دې حملې کې ترې کار اخیستل شوی و کاملآ نوی و او دا د طالبانو او حقاني شبکې له امکاناتو پورته وه، کوم اسناد شواهد چې موږ ترلاسه کړې دی، د دې حملې طرحه د پاکستانې استخاباراتې ادارې له خوا شوې وه، طالبان پدې کې کوم مهم رول نه درلود.″

نوموړي وویل، چې تیرکال طالبانو دولس ځلي هڅې وکړې چې په کابل سرینا هوټل حملې وکړې خو د ملي امنیت له خوا یې هرځل هڅه شنډه شوه.

هغه وویل، په دې هوټل د وروستۍ حملې څرنګوالی هسې نه و چې وسلوال طالبان او حقاني شبکه یې تل کوي.

د مشل په وینا په دې هوټل حمله د دریو هدفونو لپاره شوې، یو خو ارګ ته نږدې دی، بل دا چې د انتخاباتو بهرني څارونکي پکې و او دریم دا چې دا هوټل اقتصادي ارزښت لري.

په کابل سرینا هوټل د نوروز په شپه څلور وسلوال چې په بوټونو کې یې توفنګچې ځای کړې وې، ننوتل او نهه تنه یې ووژل.

په دې کې څلور بهرنیان او پنځه افغانان ووژل شول، چې د سردار احمد په نوم افغان خبریال، میرمن او بچیان یې هم پکې شامل و.

خوا پاکستان په دې حملې کې هر ډول لاس لرل رد کړې او په دې اړه یې د افغان چارواکو ادعاوې خواشینونکې بللې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا چې له داسې بریدونو وروسته سمدلاسه پاکستان تورنیږي دا ګټه نه کوي او باید چې داسې تورونه پورې نه شي.

په عین حال کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې د پاکستان استخباراتې اداره هڅه کوي چې د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو امنیت ګډوډ کړي.

ښاغلي مشعل وویل:

″د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان په ځانګړي ډول کومې استخباراتې ادارې چې مخکې مې په اړه یادونه وکړه او ځیني نورې تروریستې ډلې غواړي چې د انتخاباتو پروسه له ستونزو سره مخامخ کړي خو خوشبختانه ددوي اکثره دسیسې ناکامیږي.″


نوموړي وویل، چې د افغانستان د کشفي او امنیتي ارګانونو په هڅو دا مهال د انتخاباتې کمپاینونو په وړاندي تر ډيره حملې خنثې شوې دي.

که څه هم چې دانتخاباتو امنیت لپاره له دې وړاندې هم د افغانستان امنیتې ادارو ډاډ ورکړی خو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په ساحوي دفتر وسلوالو حمله وکړه.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG