د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۱۴

د افغان انتخاباتو په رانږدې کیدو، د طالبانو حملې زور اخلي


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو په افغانستان کې د طالبانو د حملو د زیاتیدو او د جمهوري ریاست د انتخاباتو د امنیت په اړه مضمونونه او مقالي خپرې کړي او اندیښنې یي هم څرګندې کړي دي.

امریکا چاپ، کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې:

د جمهوري ریاست د انتخاباتو په رانږدې کیدو، د طالبانو حملې زور اخلي – تر سرلیک لاندې یوه تحلیلي مقاله خپره کړې او په یوې برخه کې یي راغلي:

په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته لس ورځې پاته دي، خو په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په یوه سیمه ییز دفتر باندې د وسله والو د سې شنبې د ورځې حملې، د انتخاباتو د امنیت په اړه پوښتنې رامنځته کړې.

ورځپاڼه لیکي:

حمله د جمهوري ریاست د یوه کاندید اشرف غني کور ته نږدې وشوه او دا حمله په کابل سرینا هوټل باندې له وژونکي حملې سره چې ۹ کسان په کې وژل شوي وو، ډيره نږدي وه.

دې حملې دا پوښتنه رامنځته کړې چې ایا په افغانستان کی د جمهوري ریاست انتخابات به په یوه امن او شفاف چاپریال کې ترسره شي؟

کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکي: افغان چارواکو ډاډ ورکړی چې د رایو د ۶۸۴۵ مرکزونو امنیت به وساتي، خو د کورنیو چارو د وزارت ویاند تیره اوونۍ یوې خبرې رسنۍ ته وویل، د رایو له دوه زرو زیات مرکزونه د منځني حد اویا سترو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

په کابل سرینا هوټل باندې له حملې وروسته د جمهوري ریاست د انتخاباتو د څارونکو یوې ډلې، د امریکا د ملي ډموکراټیک انسټيټیوټ ډلې خپل کسان له افغانستانه وایستل او دا ځکه چې د دغې ډلې یو څارونکې هم د سرینا هوټل په حمله کې وژل شوی و.

د ورځپاڼې په باور، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان هم ممکن خپل څارونکي له افغانستانه وباسي او ان ځیني داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د دې سازمان څارونکي همدا اوس ترکیې ته تللي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د اروپایي اتحادیي زیات شمېر څارونکي به په افغانستان کې د انتخاباتو د څارنې لپاره پاته وي.

امریکا چاپ بلې ورځپاڼې، وال سټریټ ژورنال په وروستۍ ګڼه کې د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته د حامد کرزي د راتلونکې ونډې یا صلاحیتونو په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

جمهوررئیس کرزي د امنیتي تړون په نه لاسلیک کولو سره واشنګټن ماڼیجن او خپه کړ او په افغانستان کې یي د امریکا ضد احساسات راپارولي دي.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

امریکا هیله منه ده، چې د افغانستان راتلونکی جمهور رئیس به زیات با اعتباره ملګری یا شریک وي او ډیر ژر به امنیتي تړون لاسلیک کړي.

زیات شمېر مطرحو کاندیدانو د دغه سند د لاسلیک کولو ژمنې کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، جمهور رئیس کرزي د خپلې دورې تر وروستۍ لحظې پورې خپل نفوذ ټینګ کړی او له امریکا سره د ښکاره مخالفت له امله یي د انتخاباتو پر کمپاین زیات اغیز کړی دی.

ټول مخکښ کاندیدان د انتخاباتو په نتایجو کې د جمهور رئیس کرزي اغیز مني او ځیني یي په اصطلاح د هغه دعا ته هم منتظر دي.

ورځپاڼې د افغان کارپوه هارون میر خبره راخیستي چې وایي، هر څوک چې انتخابات وګټې، راتلونکی حکومت به د جمهور رئیس کرزي د حکومت په پرتله ډير کمزوری وي او د کرزي ونډه به په کې ډیره برجسته وي.

کرزی په جنوب کې بل سیال مشر نه لري او په شمال کې یي هم مهم سیاسي اړیکې ټینګ کړي دي.
XS
SM
MD
LG