د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

اوباما: د کریمیا قضیه نه ده ختمه شوې


د امریکا ولسمشرڅرګنده کړه، چې واشنګتن او ملاتړي به یې د کریمیا لپاره پر روسیې فشار کم نه کړي.

روسیه بیا وایي، چې د کریمیا مساله پای ته رسیدلې ده او هغه اوس د روسیې د خاورې یوه برخه ده، خو د امریکا ولسمشر په هاګ کې د هالنډ له صدراعظم سره په ګډه خبرې غونډه کې د سې شنبې په ورځ وویل، دا قضیه پای ته نه ده رسیدلې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، امریکا او متحدان به یې له روسیې سره د کریمیا د یوځای کیدو په قضیه کې غلي نه شي.

بارک اوباما چې په دې اړه د سې شنبې په ورځ خبرې کولې، وویل، د اکراین له سرحدونو سره د روسي پوځیانو راغونډیدو ته اندیښمن دی، خو ماسکو د کریمیا له پیښې راوروسته چې نړیوالې ټولنې ورسره مخالفت وکړ له ځان سره حسابونه کړې دي. د امریکا ولسمشر زیاته کړه، که چیرته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اکرایین کې وړاندې بل ګام واخلي نو خبره به نوره هم خرابه کړي او روسانو ته نورې لارې هم شته.

ولسمشر اوباما چې د هالنډ له صدراعظم سره په هاګ کې یوې ګډې خبرې غونډې ته خبرې کولې دا خبره هم وکړه چې روسیه یو سیمه ییز ځواک دی چې خپل ګاونډیان تهدیدوي او دا د روسیې د کمزوري نښه ده نه د قدرت.

د اوباما په وینا که چیرته روسیې په اکرایین کې ډير اغیز لرلای نو هلته یې د پوځیانو استولو ته اړتیا نه پیدا کیده.

اوباما بیا وویل، روسیه له پوځي اړخه پر کریمیا واکمنه ده او دا قضیه نه ده ختمه شوې:

″د کریمیا الحاقیدل یو بشپړ شوی کار نه دی، ځکه چې نړیوالې ټولنې د کریمیا الحاقیدل په رسمیت نه دې پیژندلي.

پرته له څه شکه چې په سیمه کې حقیقت دا دی چې روسیي ځواکونه کریمیا کنټرولوي. د کریمیا دننه یو شمیر کسان شته چې د دې ملاتړ کوي.

داسې نه شي کیدای چې دوی به دا په زوره ساتي. څه چې موږ کولی شو هغه د منطق او د یپلوماسۍ له لارې ممکنه دی، د سیاسي فشار او اقتصادي بندیز له لارې کیدای شي څو ډاډ ترلاسه شي چې د روسیې دا کار تاوان لري″

اوباما د روسیې له لورې د مارچ په شپاړسمه هغه نظر پوښتنه رد کړه چې په کریمیا کې ترسره شوه. د اوباما په باور دا نظرپوښتنه د اعتبار وړ نه ښکاریده.

د دې سوال په اړه چې کیدای شي پوځي نښته وشي، د هالنډ صدراعظم وویل، چې داسې نه شي کیدای.

مارک روته زیاته کړه، چې لویدیځ دې ته چمتو دی چې پر روسیې نور نوي بندیزونه ولګوي خو ده خبرداری ورکړ چې د ماسکو عکس العمل کولی شي چې د اروپا، امریکا، جاپان او یو شمیر نورو هیوادو پر اقتصاد بې اغیزې نه وي.

د هالنډ صدراعظم بیا وویل، چې دوی دا هڅې کوي چې پر روسیې داسې اقتصادي بندیزونه ولګوي چې په ځواب کې یې د لویدیځو هیوادو پر اقتصاد منفي تاثیر ونه شي.
XS
SM
MD
LG