د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

​کندز: ځانوژونکي برید ٥ ملکيان ووژل، ٢٠ نور ټپيان کړل


د کندز ښار په دوري سره کې د بزکشي په میدان کې ځانوژونکى برید وشو.

د کندز د امنيې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني آزادۍ راډیو ته وویل چې دغه ځانوژونکې حمله د بزکشۍ لوبې پرمهال شوې ده.

نوموړى وايي چې په دې برید کې ۵ تنه عام وګړي وژل شوي او ۲۰ تن نور یې ټپیان شوي دي.

حسيني وايي چې ددغه ځانوژونکې هدف یو تن جهادي قوماندان میرعالم خان و، خو نوموړي ته په کې کوم زیان نه دى رسېدلى.
د یادونې ده چې سبا چهارشنبه په همدې ځاى یعني میدان کې ډاکټر عبدالله عبدالله غوښتل چې خپلو پولویانو ته وینا کړي.

اجمل آرین/آزادۍ را‌‌ډیو/کندز
XS
SM
MD
LG