د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۲

​کابل: په دارالامان کې ننني بريد ٩ کسان وژلي


وسله والو نن په کابل کی د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په یوه سیمه ایز دفتر باندې ځان وژونکې حمله وکړه او لږ ترلږه څلور کسان په کې ووژل شول.

پولیس وایي، حمله هغه مهال پيل شوه چې دوو تنو ځان وژونکو د دفتر په دروازه کې چاودنه وکړه او نور دفتر ته داخل شول.

په ډزو کې دوه پولیس، د ولایتي شورا یو کاندید او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو کارکوونکی ووژل شول. امنیتي ځواکونو پنځه تنه حمله کوونکي هم وژلي دي.

حمله د جمهوري ریاست د کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي کورته نږدې شوې ده.

په عین حال کي په کونړ ولایت کې د امنیتی ځواکونو درې تنه نن هغه مهال ووژل شول چې وسله والو د نوي کابل بانک په څانګې حمله وکړه.
XS
SM
MD
LG