د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

محمد یونس قانوني له ولسي جرګې نه د اعتماد رایه واخیسته


محمد یونس قانوني د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه له ولسي جرګې نه د اعتماد رایه واخیسته.

ښاغلي قانوني ته ولسي جرګې په علني ډول په غوڅ اکثریت سره د باور رایه ورکړه.

ولسمشر کرزي د خپل لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم له مړینې وروسته یونس قانوني د لومړۍ مرستیال په توګه وټاکه.

نوموړي ته د بارو رایې ورکولو په وخت ولسمشرکرزی هم د ولسي جرګې په غونډه کې موجود و او دې جرګې ته یې وینا کړې ده.

ولسمشرحامد کرزي ولسي جرګې ته په وینا کې وویل، چې یونس قانوني یې له سیاسي او جهادي شخصتونو او مشرانو سره په سلا مشورې ټاکلی دی.

ښاغلي کرزی قانوني یو داسې باتجربه او وطن خوښوونکی دوست وباله، چې د ولسمشرد لومړۍ مرستیالۍ د څوکۍ جوګه وباله.

نوموړي د سې شبنې په ورځ د ولسي جرګې غونډې ته په وینا کې له وکیلانو وغوښتل، چې د سیاسي تشې د ډګولو لپاره دې قانوني ته رایه ورکړي:

″د افغانستان د خلکو محترمو وکیلانو، په دولتي کارونو کې د هرډول ځنډ رامنځ ته کیدو د مخنیوي او په حکومت کې د تشې ډکولو لپاره هر څومره ژر چې کیږي یونس قانوني د لومړي مرستیال په توګه تایید کړې.″

د ولسي جرګې غړیو په علني توګه یونس قانوني ته پرته له کوم مخالف نظر نه د اعتماد رایه ورکړه.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابرهیمي له ولسمشره مننه وکړه، چې د ولسي جرګې له منځه یې یونس قانوني د خپل لومړي مرستیال انتخاب کړ.

قانوني، چې د ولسي جرګې غړي او په مخکینۍ دوره کې د دې جرګې مشر و، په ۱۳۳۶ لمریز کال په پنجشېر ولایت کې زیږیدلی.

نوموړي د جهاد او د طالبان سره په جګړه کې د ولسمشر د پخوانی لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم چې د ورپیښې ناروغۍ له امله مړ شو، نږدې همکار و.

نوموړي په ۱۹۷۹ کال پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل وروسته یې جهاد ته مخه کړه او د احمدشاه مسعود په مشرۍ له جهادي ډلې سره یوځای شو.

محمد یونس قانوني په ۲۰۰۱ کال کې د بن په کنفرانس کې د شمال د ایتلاف د هیت مشري کوله.

هغه د کورنیو چارو د وزیر او د پوهنې د وزیر په توګه هم کار کړی دی.

نوموړي د رایې اخیستنې په غونډه کې وویل، کې وکیلانو نن ثابته کړه چې په ټولو ملي مسایلو کې افغانان د یوبل ترڅنګ ولاړ دي.

ښاغلي قانوني زیاته کړه، چې د ولسمشرله ټیم سره به د اساسي قانون په چوکاټ کې خپل کارونه مخکې ته وړي:

″سیاسي لیږد او په افغانستان کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو دایرول یوه لویه ازموینه ده چې د افغان حکومت او افغان لس پر وړاندې پرته ده.

هیله لرو، چې موږ وکړای شو انتخاباتي اړوند کمېسیونه سره د خپلواکو،شفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کولو کې مرسته وکړو.″


یونس قانوني په داسې حال کې د ولسمشر لومړی مرستیال ټاکل کیږي چې د اوسني حکومت یوازې څو میاشتې پاتې دي.

ځیني کتوونکي وايي، دا چې قانوني هم د پخواني شمالي ټلوالي څخه دی نو په هېواد کې به د سیاسي توازن په ساتلو کې مثبت رول ولوبوي.


راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG