د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۴ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۱۰

"په انتخاباتو کې د درغلیو احتمال هم لیدل کېږي"


یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو او له دي هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه مضمونونه خپاره کړي دي.

ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي: په داسې حال کې چې افغانان د جمهور رئیس کرزي پر ځای د بل کس د ټاکلو لپاره تیاری نیسي، په انتخاباتو کې د درغلیو او شخړو احتمال هم لیدل کېږي.

ورځپاڼه لیکي: د جمهوري ریاست انتخابتو ته څو ورځې پاته دي، خو تیرو انتخاباتو ته په کتنې، دا ځل به د وړونکې کاندید اعلان ډير ګران وي.

دا چې د جمهور رئیس کرزي ورور قیوم کرزی په سیالیو کې له خپلې کاندیدۍ تیر شو، دا مهال د دریو اړخونو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ روانې چې له درغلیو، شخړو او د خلکو له شکایتونو سره به یوځای وي.

ټایمز لیکي:

په داسې حال کې چې له افغانستان سره د نړېوالو مرستې مخ په کمیدو دي ، داسې کومې نښې نښانې نشته چې وښیې د وسله والو شخړې د کمیدو په حال کې دي او دا هېواد د یو ناڅرګند برخلیک پر لور روان دی، د شفافو او با اعتباره انتخاباتو ترسره کېدل یي د ثبات او ارامۍ لپاره ډیر اړین دي.

ټایمز وړاندې لیکي:

زیات شمېر څيړونکې په دې باوردي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به ډاکټرعبدالله عبدالله چې د ۲۰۰۹ م کال انتخاباتو کې یي دوهم مقام ګټلی و او ډاکټر اشرف غني احمدزی مخکښان وي.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم چې په تیرو انتخاباتو کې اشرف غني په سلو کې درې رايي ګټلې وې، دا ځل ورسره د خلکو ستر ملاتړ شته په خاص ډول ځوانان یي زیات ملاتړ کوي.

ورځپاڼه لیکي، په مخکنیو نظر پوښتنو کې چې وروسته حکومت بندې اعلان کړي، ښودل شوي وه چې عبدالله عبدالله او اشرف غني په انتخاباتو کې ډير نږدې روان دي، خو بیا هم د دغو کسانو رایي په لومړي پړاو کې په سلوکې د پنځوس حد ته چې د بري لپاره ضروري دي، نه وې رسیدلي.

ټایمز لیکي:

دا چې قیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه چې د جمهور رئیس کرزي په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر و او کرزي ته وفادار شخص دی، تیر شو، دواړه کاندیدان عبدالله عبدالله او احمدزی په بیره کې شول.

دوي دواړه په دې باور دي چې د جمهور رئیس کرزي ملاتړي به له دولتي امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې زلمی رسول په عبدالله پسې د انتخاباتو دوهم مقام ته ورسوي او که خبره دې حد ته ورسیږي، عبدالله عبدالله به ونه شي کړای چې په سلو کې ۴۰ رایي تر لاسه کړي او په دې توګه به انتخابات د دوي ترمنځ دوهم پړاو ته داخل شي او نور پښتانه کاندیدان به په زلمی رسول پسې ودریږي او ملاتړ به یي زیات شي.

ټایمز له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو په اړه لیکي:

د امریکا یو سناتوره چې د یوه ګډ هیئت په مشرۍ کابل ته تللی وه، د شنبې په ورځ یي له جمهور رئیس کرزي څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د خپلو پاته کېدونکو عسکرو شمېر باید اعلان کړي او دا ځکه چې د کابل او واشنګټن ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون به بالاخره له ځنډ وروسته لاسلیک شي.

بریتانیا چاپ، ګارډین ورځپاڼې هم د همدې مسالې په اړه لیکلي:

د امریکا د نیوهامشفر ایالت سناتوره کېلې ایوت ټینګار کوي، که چېرې امنیتي تړون لاسلیک نه شي له ۲۰۱۴ م کال وروسته به هیڅ امریکایي عسکر په افغانستان کې پاته نه شي.

خو جمهور رئیس بارک اوباما باید منتظرنه شي چې له خلکو سره دا پوښتنه پیدا شي چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو د جنګي ماموریت په پای کې به د امریکا پوځي حضور په کوم حالت کې وي.

ګارډین د سناتورې کېلې ایوت دا خبره راخیستې چې وایي، د دې وخت را رسیدلی چې جمهور رئیس بارک اوباما په افغانستان کې د خپلو پاته کېدونکو عسکرو شمېر په ډاګه کړي ترڅو افغانان پوه شي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان پر وړاندي ژمن دي.
XS
SM
MD
LG