د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

اوباما: مسکو دې په کريميا کې د خپلو اعمالو تاوان ورکړي


بارک اوباما او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف
بارک اوباما او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف
د امریکا جمهور ریس بارک اوباما وايي، متحد ایالات او اروپايي اتحادیه پر دې یو موټي دي چې مسکو باید په کریمیا کې د خپلو اعمالو بیه پرې کړي.

جمهور ریس اوباما نن په امستردام کې د هالند له صدراعظم مارک رووت سره ولیدل او وروسته یې خبریالانوته څرګندونې وکړې

"امریکا او اروپا له اوکراین او اوکراینیانو د ملاتړ په برخه کې سره متحد دي. موږپه دې کې هم متحدیو چې روسیه باید په کریمیا کې د خپلو کارونو بیه پرې کړي"

جمهور ریس اوبامایوې هالندۍ ورځپاڼې ته وویل چې داروپايي هیوادونو رهبرانو ته دا پيغام لري چې د روسیې جمهور ریس ولادیمیر پوتین باید په اوکراین کې د مداخلې پر سیاسي اواقتصادی عواقبوخبر شي. جمهور ریس اوباما دا هم مهمه ګڼلې چې اوکرایین له روسیې، امریکا او اروپايي اتحادیې سره ښه روابط ولري.

اوباما وویل چې اروپايي اتحادیه په نړیوال ډګر کې د امریکا تر ټولو ستره متحده پاتې شوې ده .

جمهور ریس بارک اوباما به نن د هالند د (هاګ) ښار ته ولاړ شي، د چین له ولسمشر سره به وګوري او د اټمي انرژۍ د امنیت په اړه په غونډه کې به ګډون وکړي.

د امریکا ولسمشر به همدا راز د نړۍ د اوو سترو اقتصادي قدرتونو جرمني، فرانسې، کاناډا ، ایټالیا ، جاپان او بریتانیې له مشرانو سره وګوري تر څو د کریمیا د الحاق په خاطر د روسیې اقداماتو ته پر ګډ ځواب غور وکړي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران جان کري او سرګې لاوروف به هم په هاګ کې د غونډې ترڅنګ د اوکرایین پر حالاتو مخامخ خبرې وکړي.

امریکا او اروپايي اتحادیې د کریمیا دالحاق په وړاندې په عکس العمل کې پر یو شمیر روسي او اوکرایني چارواکو جلا – جلا بندیزونه لګولي چې د جمهور ریس ولادیمیر پوتین ځيني نږدې همکاران هم په کې شامل وو.

په عین حالکې د اوکراین موقت ولسمشر نن د دفاع وزارت ته امر ورکړ چې خپل ټول پوځيان له کریمیا وباسي.

د اوکرایین موقت ولسمشر وویل، دا امر یې په کریمیا کې د اوکرایني پوځيانو او د هغوي کورنیو ته د روسیې لخوا د متوجه خطر له امله ورکړی دی.

په عین حالکې نن د روسیې د دفاع وزیر کریمیا ته ورسید ترڅو په سیواستوپول ښار کې د روسیې د سمندري ځواکونو له اډې څخه لیدنه وکړي.
XS
SM
MD
LG