د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

افغانان به تر کله د استخباراتي ادارو په اور کې سوځي؟


د کابل چاپ ورځپاڼو په وروستیو ناامنیو او راتلونکو انتخاباتو مقالې او تبصرې ليکلي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ افغانان به تر کله د استخباراتي ادارو په اور کې سوځي؟

په سرمقالې کې راغلي واقعیت دا دی چې؛ د سرینا د هوټل او ځینې نور بریدونه په دومره مهارت سره تنظیمیږي چې؛ یوازې استخباراتي کړۍ یې ترسره کولای شي.

ویسا لیکلي، دوه کارونه باید وشي. یو دا چې د افغانستان استخباراتي ادارې دې لا فعالې؛ مجهزې او د هېواد پالنې په روحیې سنبالې شي.

دویم دا چې دارنګه بریدونه ښايي نور هم وشي؛ خو تر هغې یې مخه نشي نیول کیدای تر څو ټول ولس په یوه غږ د دارنګه فاجعو ختمولو ته راپور ته نشي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپانې په هغو غبرګونونو تبصره کړې چې په کابل کې د سرینا د هوټل له حملې وروسته ښکاره شول.

سرنوشت لیکلي له دارنګه پيښو وروسته باید د بیلابیلو ارګانونو له خوا غبرګونونه او په رسنیو کې بحثونه داسې ونه اوسي چې خلک لا ډير وویروي.

د سرمقالې د لیکوال په باور دا کار خپله له مخالفینو او د سیمې له استخباراتي کړیو سره مرسته کوي چې؛ په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

ورځپاڼې ليکلي، باید خلکو ته د ځینو کامیابیو یادونه هم وشي. د سرنوشت لیکوال زیاته کړې اوس افغان ځواکونه اکثره حملې ژر مهاروي او د لا زیاتو تلفاتو مخه نیسي چې؛ دا یوه کامیابي ده.

محور:

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ په دې کې هیڅ شک نشته چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ به راتلونکو څو ورځو کې د خپلو وسله والو په مټ خپل زور وازمایي تر څو د ناامنیو په رامنځ ته کولو د راتلونکو انتخاباتو مخه ونیسي.

محور لیکلي، خو ننني افغانان هغه پروني نه دي.

په مطلب کې راغلي، دوی اوس پوهیږي چې یوازې د انتخاباتو له لارې خپل برخلیک ټاکلی شي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د انتخاباتو په شفافیت ټینګار کړی دی.

په سرمقالې کې راغلي، ولس باید ډاډمن شي چې، له انتخاباتو مخکې یا وروسته د کوم کاندید په ګټه جعلي صندقونه نه ډکیږي.

ورځپاڼې لیکلي، اوس ولس پوه شوی چې چاته رای ورکړي او باید چې د ولس رایې ته درناوی وشي.

په سرمقالې کې راغلي، چې په عربي نړۍ، اروپايي ټولنې او ځینې نورو هېوادونو کې د انتخاباتو مسلې بحرانونه رامنځ ته کړي دي او په افغانستان کې هم غیرشفاف انتخابات د بحران سبب ګرځیدای شي.
XS
SM
MD
LG