د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۵۳

وسله وال مخکې له دې چې هوټل ته ننوځي دوه ځلې تلاشي شوي


وسله وال مخکې له دې چې هوټل ته ننوځي او نهه تنه ووژني، دوه ځلې تلاشي شوي، کاناډایي دې ګلوب انډ میل ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، مخکې له دې چې څلورو وسله والوته سرینا هوټل ته د ننوتو اجازه ورکړل شي، امنیتي ساتونکو دوه ځلي تلاشي کړي و.

ورځپاڼه لیکي:

اوس پوښتنه دا ده چې دغه وسله وال څنګه وتوانیدل چې له کلکو امنیتي تدابیرو سره، دغه هوټل ته چې د کابل په مرکزي برخه کې چې یوه امنه سیمه بلل کیږي موقعیت لري، له تومانچو او مهماتو سره ننوځي، د ورځپاڼې په وینا دا د تیرې پنجشنبې د ورځې د حملې په اړه د یوه رمز په توګه پاتې دی.

په دغې حمله کې چې مسولیت یې طالبانو په غاړه اخیستی، د دو کاناډایانو او یوه افغان خبریال او د هغه د میرمنې او دو ماشومانو په ګډون یې نهه تنه ووژل شول.

دې ګلوب انډ میل ورځپاڼه وړاندې لیکي، افغان چارواکو ویلي چې حمله کوونکو د خپلو بوټونو په تلیو کې تومانچې او کارتوس ځای پرځای کړی و.

د چارواکو په وینا د رغوي په اندازه تومانچې او کارتوس په پلاستیکونو کې پوښل شوي او په داسې بوټونو کې چې ډیر له اندازې لوی و، ځای پر ځای شوي و.

ورځپاڼه وړاندې د پیښې په اړه د هغه فلم د جریان ځیني برخې یادوي چې په هوټل کې نصب شویو امنیتي کمرو اخیستې او کاپي یې یوې افغاني رسنۍ ترلاسه کړی دی.

دې ګلوب انډ میل ورځپاڼه لیکي، د سرینا هوټل چې امنیتي سخت مقررات عملي کوي او اکثرا ډیر بهرنیان ورځي دا ډیر نادره ده چې په لومړي امنیتي موانع کې دې یو څوک تلاشي شي او دغو حمله کوونکو ته په پام سره دا هغه څه دي چې په اړه یې شکونه راپورته شوي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه تردې سرلیک لاندې، چې د امریکا د جګړې په ختمیدو سره روسیه د پانګونې له پروژو سره افغانستان ته ستنیږي، له یو لړ څرګندونو وروسته لیکي، د افغان ولسمشر کرزي په ګډون اکثره افغانان چې لس کاله د شوروي ځواکونو په وړاندې جنګیدلي، د روسیې د پروژو د موډل ستاینه کوي.

ورځپاڼه لیکي، افغان ولسمشرحامد کرزي روانه میاشت له دې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و، چې د شوروي پیسې سمې لګیدې او هغوی خپلې پیسې په اغیزمن ډول د افغانستان د حکومت له لارې مصرفولې.

واشنګټن پوست دغه راز د روسیې د ولسمشر هغه پیغام ته هم اشاره کړې چې د نوروز په مناسبت یې حامد کرزي ته استولی و، چې د افغانستان حکومت روانه اونۍ په ډاګه کړ.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان حکومت په داسې وخت کې د دغه پیغام خبر ورکوي چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي اتحادیه په اوکراین کې د پوځي مداخلې په خاطر پر روسیې بندیزونه لګوي.

واشنګټن پوست لیکي، پوتین په دې پیغام کې کرزي ته لیکلي چې دی ډاډه دی چې د روسیې اوافغانستان ترمنځ اړیکې او همکاري به په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو د خلکو د بسیا او هوساینې له زیاتوالي سره مرسته وکړي.

د ورځپاڼې له دې لیکنې سره سم له ډیرو افغانانو سره دا پوښتنه راپورته شوې چې ولې روسیه اوس چې له افغانستان سره د لویدیځ همکاري په کمیدو ده، په دې سیمه کې له پراختیایي پروژو سره لیواله ده.
XS
SM
MD
LG