د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

افغان حکومت د سرینا د پیښې پړه پر پاکستان اچولې


د افغانستان حکومت د کابل سرینا هوټل د حملې پړه چې نهه ملکي وګړي یې ووژل پر پاکستان اچولې.

د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یوه بیان کې د ملي امنیت شورا د غونډې په حواله لیکي، چې طالبان له دې حملې نه وو خبر.

د ملي امنیت شورا د امنیت په ټینګولو کې د سرینا هوټل د امنیت د موظفې خصوصي کمپنۍ پر اقداماتو هم انتقاد کړی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې د کابل پرسرینا هوټل برید طالبانو نه بلکې بهرنیو استخباراتو کړی.

د جمهوري ریاست د رسنیو څانګه په یوه بیان کې د استخباراتي اطلاعاتو پربنسټ د سرچینې د نوم له اخیستو پرته وايي، طالبان او حقاني شبکه پر سرینا هوټل له بریده نه وو خبر.

بیان زیاتوي، د ملي امنیت د ادارې اطلاعات ښيي چې دا برید په مستقیم ډول د بهرنیو استخباراتو له خوا شوی.

بیان د خاص هېواد نوم نه دی اخیستی خو وروسته د یو پاکستاني ډیپلومات یادونه کوي چې څه وخت مخکې یې په سرینا هوټل کې غیرقانوني فلمونه اخیستي وو.

بیان د ډيپلومات نوم هم نه یادوي خو وايي، یوه پاکستاني ډیپلومات چې د سرینا له سپورتي کلب څخه استفاده کوله یوځل د هوټل په یو دهلېز کې فلمونه اخیستل چې وروسته بیا امنیتي موظفینو اعتراض پرې کړی وو.

د جمهوري ریاست بیان پوښتنه کوي، چې څلور تروریستان په داسې حال کې چې په بوټانو کې یې تومانچې او مهمات پټ کړي وو، څنګه هوټل ته په ننوتو بریالي شول.

دا هغه پوښتنه ده چې د پېښې قربانیان او عام خلک یې له افغان حکومت څخه کوي.

په داسې حال کې چې پرسرینا هوټل د نوي کال په شپه د خونړي برید مسوولیت طالبانو منلی د جمهوري ریاست په بیان کې راغلي چې د دې برید څرنګوالی د طالبانو له ادعا سره چې وايي، د دوی یوه ځان وژونکي لومړی د هوټل مخې ته ځان والوزاوه او بیا نورو وسله والو ته لاره پرانیستل شوه چې له راکټ لانچرو او درنو وسلو سره دننه ننوځي توپیر لري. د ملي امنیت شورا مسوولو ادارو ته په دې حمله کې د بهرنیو استخباراتي ادارو د لاس لرلو په اړه د څېړنو دنده وسپارله.

د جمهوري ریاست بیان همداراز یادونه کوي چې د شیلډ Shield په نوم بهرنۍ خصوصي امنیتي کمپنۍ چې د هوټل د امنیت موظفه وه، په خپل کار کې پاتې راغلې ده.

د ملي امنیت شورا ویلي، دې کمپنۍ د ډېرو ښو تخنیکي امکاناتو او د څه باندې نوي تنو ګارډانو له لرلو سره سره ونشو کولای د هوټل امنیت ټینګ کړي او د څلورو برید کوونکو په لومړۍ تلاشۍ او وروسته له هغو سره په مقابله کې پاتې راغلې.

د بیان له مخې د ملي امنیت شورا د کورنیوچارو وزارت ته دنده ورکړه چې د شیلډ خصوصي امنیتي کمپنۍ د کار د څرنګوالي او د دې پېښې په ټول جریان کې د هغې د احتمالي غفلت په اړه سمدستي تحقیقات وکړي. پر سرینا هوټل په برید کې ټول نهه افغان او بهرني ملکي وګړي ووژل شول چې افغان خبریال سردار احمد، د هغه مېرمن او دوه ماشومان هم پکې وو.

د جمهوري ریاست بیان زیاتوي، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د استخباراتي اطلاعاتو پر بنسټ د ملي امنیت شورا غونډې ته وویل، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په ځینو دیني مدرسو کې سترې غونډې جوړې شوي او ګډونوالو یې ژمنه کړې چې له هرې ممکنې لارې به د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو بهیر له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي.

د یادونې وړ ده چې دا راپورونه د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي.
XS
SM
MD
LG