د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

مشرانو جرګې د هېواد پر امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمیر غړو د یکشنبی په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل؛ که امنیتي ارګانونه د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکي انتخاباتو امنیت خوندي نه کړي؛ د انتخاباتو شفافیت به زیانمن شي.

دوی ویل، هرڅومره چې انتخاباتو ته ورځې کمیږي؛ ورسره سم په هېواد کې امنیتي پیښې هم زیاتیږي.

دوی ویل، امنیتي ارګانونه باید خلکو ته د رایو ورکولو د ټولو مرکزونو د امنیت ډاډ ورکړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال رفیع اله ګل افغان وویل:

"انتخاباتو ته لس یا دولس ورځې پاتې دي؛ خو خلک مو مطمین نه دي، چې څنګه به د رایو ورکولو صندقونو ته ځي او خپلې رایې به کاروي.

په دې لږو ورځو کې خو ناممکنه ښکاري چې؛ امنیتي ځواکونه دې د ټولو انتخاباتو امنیت وساتي؛ خو خلکو ته خو دې دومره ډاډ ورکړي چې؛ د څومره مرکزونو امنیت ساتلی شي.

د کابل په شاوخوا کې چې دا ستونزه شته په لیرې پرتو سیمو کې خو له دې څخه ډیره ده."


د مشرانو جرګې غړو وویل، په وروستیو کابو لسو ورځو کې د فاریاب او ننګرهار ولایتونو پر امنیتي ادارو او د کابل ښار د سرینا پر هوتل د وسله والو بریدونه هغه پیښې دي چې؛ د دوی اندیښنې یې زیاتې کړي دي.

په دې پیښو کې شاوخوا څلویښت تنه چې ماشومان او ښځې هم په کې وو وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د کورنیو چارو وزارت بیا له دې حملو سره سره د انتخاباتو د امنیت په اړه خلکو ته ډاډ ورکوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ د رایې ورکولو له شاوخوا څلور سوه مرکزونو پرته؛ د پاتې ټولو څه باندې شپږ زره اوه سوه مرکزونو امنیت ساتلی شي.

د مشرانو جرګې د غړو د تازه اندیښنې په هکله د کورنیو چارو وزارت وایي؛ د انتخاباتو ښه ترسره کېدو ته یې امنیتي تدابیر جدي او پراخ کړي دي. د دې وزارت ویاند صدیق صدیقی ازادي راډیو ته وویل:

"انتخاباتو ته زموږ تدابیر پراخ شوي؛ پلانونه مو ترتیب کړي دي؛ موږ خلکو ته او په تېره د مشرانوجرګې غړیو ته ډاډ ورکوو چې؛ انتخابات به په ښه توګه ترسره شي؛ کوم لستونه چې مو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ورکړي؛ ډاډ ورکوو چې، امنیت یې ساتل کیږي، په روانه اوونۍ کې به یوځل تدابیر اعلان کړو؛ څو خلک ډاډ من شي."

ټاکل شوې ده، د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتی شوراګانو انتخابات د روانې میاشتې په شپاړلسمه ترسره شي.

سره له دې چې امنیتي ارګانونه د انتخاباتو لپاره د تدابیرو ډاډ ورکوي؛ خو د خلکو له ذهنه د انتخاباتو په ورځ د ناامنیو اندیښنې نه دي لیرې شوي.

راپور:خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG