بالاخره د افغان خبریال سرداراحمد، د هغه د میرمنې او دوو ماشومانو مړي د کابل ښار په ده خدایداد سیمه کې خاورو ته وسپارل شول.
په دې اړه مراسمو کې د هغه سلګونو خپلوانو، د رسنیو استازو او یوشمېر دولتي چارواکو برخه اخیستې وه.
د سردار احمد مشر ورور شاه محمد رییس وویل چې؛ سرداراحمد او د هغه کورنۍ د دې هیواد لپاره قرباني شول.
ده اندیښنه څرګنده کړه چې، نا امني ډېرشمېر نورو خلکو ته هم سترګواښ دی:
"داسې ورځ به راشي چې، په ډېره امن لرونکې سیمه کې به هم پښه نشو ایښودی؛ د دې اغزیو ریښې ډیرې ژورې دي؛ خدای دې پرموږ ورحمیږي.
دا د خدای رضا وه او زه افتخار کوم چې ډېر ښه ورورمې د دې هیواد لپاره شهید شو. زه هیله لرم چې د هغه د بې ګناه ماشومانو له برکته په دې هیواد کې د دې اغزیو ریښې وچې شي."
افغان خبریال سرداراحمد، د هغه میرمن او دوه ماشومان یې د نوروز په شپه په کابل سرینا هوټل کې د وسله والو مخالفانو په حمله کې ووژل شول.
د سرینا د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
د نی یا په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې د رسنیود څانګو مسوول صدیق الله توحیدي وویل؛ که چیرې په هېواد کې ملکي وګړو په تیره ماشومانو ته پام ونشي؛ نو د خلکو غوسه به افغان حکومت او طالبان له مینځه یوسي.
په عین حال کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح وویل چې؛ په هېواد کې د موجوده بحران یوازېنۍ حل لاره داد ه چې دښمن خلکو ته معرفي او جنایتکاران مشخص شي:
"د دې موضوع د حل لپاره دوه لید لوري شته؛ یوه سیاسي حل لاره ده چې د سیاسي تحول ترچتر لاندې تخنکي حل لاره نغښتې ده.
باید عمومي افکار منظم شي او دښمن تعریف شي او دا معلومه شي چې، د دې جنایاتو ترشاه طالبان دي.
تخنیکي مسایل هغه وخت ګټور دي چې؛ د سیاسي قشر استخباراتي او پوځي مبارزه د خلکو د افکارو د بسیج کولو توان ولري."
د افغان خبریال سرداراحمد او د هغه د دریو ماشومانو وژنه د ملي او نړیوالو ټولنوسخته غوسه را پارولي ده.
مدني ټولنې او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې؛ په جګړه کې د ملکي وګړو په تېره د ښځواو ماشومانو وژنه د شرعي او نړیوالو موازینو او احکامو خلاف عمل دی.
راپور: نسیم شفق