د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

ټیفا: پر سرینا هوټل حمله کې د انتخاباتو یو بهرنی څارونکی هم وژل شوی


په افغانستان کې د انتخاباتو د څارنې ځینې بنسټونه وايي؛ په سرینا هوټل باندې د وسله والو مخالفانو حملې د انتخاباتو نړیوال څارونکی ویرولي او یوشمېر یې له افغانستان څخه وتلي هم دي.

ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ د نوي کال په لومړۍ شپه په سرینا هوټل کې د انتخاباتو یو بهرنی څارونکی هم وژل شوی.

"یو بهرنی څارونکی چې له نړېوالې ټولنې سره همکاري درلودله او د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د څارنې لپاره افغانستان ته راغلی و؛ د سرینا په حمله کې وژل شوی؛ له بدمرغه یوشمېر څارونکي چې؛ افغانستان راته راغلي و، له دې هېواده وتلي، د نړېوالې ټولنې یوه بله ډله چې هغه هم انتخاباتو د څارنې لپاره راغلې وه؛ هغوی هم بېرته ستانه شوي، له دوی سره زموږ خبرې روانې دي؛ هیله لرو چې، بېرته افغانستان ته راشي."

افغان امنیتي چارواکي وايي چې؛ په دې حمله کې نهه تنه چې څلور یې بهرنیان وو؛ ووژل شول.

ښاغلی ایوب زاده زیاته کړه، هغه ناظرین چې لا تراوسه په افغانستان کې پاتې دي؛ د دې بنسټ له خوا ورسره خبرې روانې دي؛ ترڅو د راتلونکو انتخاباتو د څارونکو په توګه په افغانستان کې پاتې شي.

موږ هڅه وکړه چې، په دې اړه افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مسوولینو نظر راواخلو؛ خو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.

بلخوا د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې یا فیفا چارواکي هم وايي؛ که چېرې نړېوال څارونکي له افغانستان څخه ووځي؛ نو د راتلونکو انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راځي.

د فیفا ویاند فهیم نعیمي ازادي راډيو ته وویل؛ په تېرو څو اونیو کې د اروپايي اتحادیې او نړیوالې ټولنې نږدې پنځوس څارونکي د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو د څارنې لپاره کابل ته راغلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییده کړې وه چې؛ په سرینا هوټل باندې د وسله والو د حملې هدف د راتلونکو انتخاباتو ګډوډول و.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي له حملې نه وروسته خبریالانو ته وویل:

"حملې له راتلونکو انتخاباتو سره مستقیمې اړیکه درلودله؛ دښمنان هڅه کوي چې، د تروریستي حملو په کولوسره افغانان خپل راتلونکي ته مایوسه کړي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او نورو امنیتي ارګانونو په بیا بیا ویلي چې؛ امنیتي ځواکونه به د راتلونکو انتخاباتو امنیت ټینګ کړای شي.

د دې ارګانونو په وینا، په همدې هدف د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په تیرو څو میاشتو کې پوځي عملیات هم شوي دي.

خو له دغو عملیاتو سره سره په دې وروستیو څو ورځو کې په فاریاب؛ جلال اباد او کابل کې وسلوالو مخالفینو مرګونې حملې وکړې.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG