د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۴ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۰۱

"روسیه غواړي په افغانستان کې خپل سياسي او کلتوري نفوذ زيات کړي"


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په يوه ليکنه کې ويلي، په داسې حال کې چې امريکا د افغانستان جګړه پای ته رسوي، روسيه د افغانستان په يو شمېر پروژو کې په پانګونې سره دې هيواد ته بېرته راګرځي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د کابل د کور جوړولو په فابريکه کې د يوه سپين ږيري افغان کارګر؛ چې د شوروي د وخت ماشينونه ګوري؛ عکس چاپ کړي او ورلاندې يې د دغه کارګر له قوله ليکلي؛ داسې احساسوي لکه د سړې جګړې دوره چې ناببره بېرته راغلې وي.

واشنګټن پوسټ وايي، په داسې حال کې چې د امريکا په مشرۍ جګړه په افغانستان کې مخ په سړېدو ده؛ مسکو په اوکرايين او منځني ختيځ کې د ځان ښکېلولو ترڅنګ په افغانستان کې پانګونه کوي.

د ورځپاڼې له ليکنې، سره سم روسيه د پخواني شوروي اتحاد د وخت په افغانستان کې ويجاړ شوي تاسيسات بيارغوي؛ څو په دې هېواد کې خپل سياسي او کلتوري نفوذ زيات کړي.

په کابل کې د روسيې د سفارت ويندوي ستيپان اني کييف وويل:

"دا سمه ده چې په افغانستان کې د روسيې ګټې مخ پر زياتېدو دي. دا بيخي څرګنده ده. موږ غواړو چې په سيمه کې خپل رول پراخ کړو؛ دا يوازې د افغانستان لپاره نه ده؛ بلکې زموږ د خپلو هدفونو لپاره هم ده."

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا ليکنه وروسته له دې خپره کړې چې؛ تېره اوونۍ ځينو لوېديځو کارپوهانو وويل چې؛ د ناټو د لوېديځې اروپا متحدان د افغانستان پر ځای اوکرايين او خپلو ختيځو پولو ته د امکاناتو او منابعو د متمرکز کولو غوښتونکي دي.

هفنګټن پوسټ:

د کاناډا هفنګټن پوسټ ورځپاڼې بيا په يوه راپور کې هغه دوه کاناډايان معرفي کړي چې؛ د پنجشنبې په شپه د کابل د سرينا هوټل په حمله کې ووژل شول.

په هغوی کې يوه زينب قاسم نومېږي چې له يو نيم کال را په دې خوا يې په کابل کې په رضا کار ډول ماشومانو ته انګليسي ژبه ورزده کوله.

هفنګټن پوسټ د زينبې د ورور کريم قاسم له قوله کښلي چې؛ ويلي يې دي: «دا د ټولو افغانانو کار نه دي. په حقيقت کې د يوه کوچني او خطرناک اقليت کار دي چې افغانستان ته ننوتي دي.»

کريم علي همداراز ويلي چې خور يې په افغانستان کې امنيت احساساوه؛ خلکو ورسره ښه چلند کاوه او له هيڅ شي نه بېرېده.

بله کاناډايي روشن توماس نومېږي.

هغه ډاکتره وه چې درې ماشومان يې لرل او په کابل ښار کې يې ماشومانو ته د زده کړې لپاره يو خصوصي ښوونځي جوړ کړي و.

دواړو هم زينب قاسم او هم روشن توماس د اغا خان له انکشافي شبکې سره همکاري کوله.
XS
SM
MD
LG