د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د کانګرس غړو د امنيتي تړون نه لاسليک کېدل خطرناک وبلل


د امريکا د کانګرس غړو د امنيتي تړون نه لاسليکېدل او له بګرام زندان څخه د بنديانو خوشې کېدل د افغانستان لپاره خطرناک وبلل.

د امريکا د مشرانو جرګې غړي سناتور جو ډانِلي (Sen. Joe Donnelly) امنيتي تړون له افغانستان سره د امريکا د مرستو د دوام د يوه شرط په توګه ياد کړ.

ده وويل که دغه تړون لاسليک نه شي؛ امريکا به خپل ټول پوځيان له افغانستان څخه وباسي:

”که چېرې دغه دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک شوى نه وي؛ کانګرس به خپل سرتېري خپل هېواد ته راوبولي. که چېرې دغه تړون لاسليک نه شي، نه يوازې زموږ پوځيانو بلکې افغان سرتېرو، افغانانو او دغه هېواد ته به هم دا مسئله خطرناکه شي.“

ښاغلي دانِلي وويل، دغه تړون د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې د دوام لپاره هم مهم دى.

د امريکا د کانګرس درېيو غړو سناتور جو ډانِلي، سناتورې کيلې، اې، ايوت او د استازو د جرګې غړي سټيفن لينچ (Stephen Lynch) پرون په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره تر کتنې وروسته په يوه کنفرانس کې خبرې وکړې.

د امريکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې غړې سناتورې کيلې، اې ايوت (Kelly A. Ayotte) له بګرام زندان څخه د بنديانو خوشې کېدل د افغانانو او امريکايانو لپاره خطرناک وباله.

هغې وويل، د دغو بنديانو خوشې کېدل امنيتي ستونزې ولاړوي:

”دا د منلو وړ مساله نه ده. د دغو زياتو بنديانو لاسونه نه يوازې د امريکايانو بلکې د افغانانو په وينو هم سره دي. له محاکمې پرته د دغو بنديانو خوشې کول زموږ له انتقادونو ورهاخوا افغانانو ته د خونديتوب ستونزې جوړوي؛ چې موږ ورته اندېښمن يو. دا کسان بايد خوشې نه شي.“

افغان حکومت د بګرام زندان ٦٥ تنه بنديان د سلواغې يا دلوې پر ٢٤مه خوشې کړل.

د دغه زندان د بنديانو د دوسيو د څېړلو کمېټې تېره پنج شنبه هم د ٥٥ نورو بنديانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

که څه هم دغه کمېټه وايي خوشې شويو بنديانو څو کاله له اسنادو او شواهدو پرته بنديان وو خو امريکايي چارواکو دغه بنديان خطرناک کسان بللي دي.
XS
SM
MD
LG