د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د طالبانو په حملو کې د ملکيانو د وژنو خلاف لاريون کیږي


په کابل کې نن په سلګونو کسان د وسله والو طالبانو په حملو کې د ملکيانو پر وژنې د اعتراض لپاره د سرينا هوټل مخې ته راټولیږي.

راټول شوي کسان به د طالبانو له خوا د ملکيانو وژنه وغندي او د دغو وژنو د مخنيوي غوښتنه به وکړي.

د خبريالانو، د مدني ټولنې د غړو، ورزشکارانو او نورو فعالانو په ګډون به په سلګونو کسان نن ماسپښين د سرينا هوټل مخې ته سره راغونډ شي.

دوى به د طالبانو او د دولت د نورو وسلوالو مخالفانو پرضد توند شعارونه ورکوي.

د دې حرکت يو تنظيموونکى اميد شريفي دى:

”زموږ پيغام طالبانو ته چې د افغانانو دښمنان دي، زموږ کوچنيان او مېرمن وژني او پر ملکي اهدافو بريدونه کوي، دا دى چې اعمال يې افغانانو ته د منلو وړ نه دي او په ټول قوت د طالبانو دغه کارونه غندو. د دوى پرضد شعار ورکوو او په مشخص ډول طالبان د اسلام او هېواد دښمنان بولو.“

د افغان خبريال سردار احمد، د هغه د مېرمنې او دوو ماشومانو مړي نن خاورو ته سپارل کېږي. د جنازې تر مراسمو وروسته اعتراضي غونډه کېږي.

دغه څلور کسان د ٩ هغو ملکيانو په ډله کې شامل وو، چې د نوي کال په اوله شپه د کابل سرينا هوټل په منځ کې د وسلوالو طالبانو په بريد کې ووژل شول.

سردار احمد د فرانسې خبري اژانس ته کار کاوه. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دغه اژانس ته په لېږل شوي ليک کې، د خبريالۍ په ډګر کې د سردار احمد فعاليتونه ستايلي دي.

د تېر لمريز کال په وروستيو کې يو سويډنى خبريال نيلس هارنر په کابل کې ووژل شو او تر هغه مخکې په بلخ کې يو خبريال وډبول شو.

يوه امريکايي سناتور سټيفن لينچ پرون کابل ته د سفر پر مهال د سردار احمد مرګ ته په اشارې وويل، په افغانستان کې خبريالان په خطرناک وضعيت کې دي:

”په افغانستان کې د خبريالانو ډله تر بل هرځاى په خطرناکو شرايطو کې کار کوي. د سردار احمد، د هغه د مېرمنې او دوو ماشومانو د مړينې له کبله د ده له کورنۍ او د ده له بل ماشوم سره چې سخت ټپي شوى، خپله خواخوږي ښيم.“

د طالبانو په بريد کې د سردار احمد او د هغه د کورنۍ د درېو غړو وژل کېدو زيات ژورناليستان په غوسه کړي او ځورولي دي.

په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نى هم د طالبانو دغه عمل غندلى او له ټولو رسنيو يې غوښتي، چې د دوو اوونيو لپاره دې د طالبانو خبرونه نه خپروي.
XS
SM
MD
LG