د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

نی: د هېواد ټولې رسنۍ باید د طالبانو خبرونه تحریم کړي


په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي؛ په کابل سرینا هوټل باندې حملې ثابته کړه چې؛ د خپلو ژمنو پر خلاف وسلوال طالبان په بې رحمۍ سره ملکي خلک په نښه کوي.

د دې ادارې اجرایوي رییس صدیق الله توحیدي وویل چې؛ له همدې امله باید د افغانستان رسنۍ د دوو اونیو لپاره د طالبانو خبرونه خپاره نه کړي.

هغه د شنبې په ورځ په دې اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل :

"په ټول افغانستان کې خبریالان او رسنۍ باید دوه اونۍ د طالبانو خبرونه تحریم کړي؛ ټول باید د دغه تحریم ملاتړ وکړي او رعایت کړي دوه اونۍ وروسته باید خبریالان او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه کېني دوی پریکړه وکړي چې؛ دغه تحریم پسې اوږ کړي اوکه پای ته ورسوي."

ښاغلي توحیدي له رسنیو همداراز وغوښتل چې؛ نور طالبان د دولت وسله وال مخالفین نه بلکې یوه ترهګره ډله وبولي او په خپلو مطالبو کې یې په همدې نوم یاده کړي.

د نوروز په شپه څلورو وسله والو طالبانو د کابل سرینا په هوتل ورننوتل او نهه تنه یې ووژل.

په دې نهو کسانو کې څلور بهرنیان او پنځه افغان ملکیان دي.

په وژلو شویو کسانو د فرانس پریس آژانس تکړه خبریال سردار احمد، له خپلې مېرمنې او دو ماشومانو سره هم ووژل شول.

د سردار یو بل دوهم نیم کلن ماشوم سخت ټپي شوی او په روغتون کې بستر دی.

وسله والو طالبانو د دغې برید مسولیت منلي.

د روانې میلادي میاشتې په ۱۱ نيټه نیل هارنر د سویډن راډیو خبریال د کابل په خوندي او ډیپلوماټیکه برخه وزیر اکبر کې د نامعلوم کسانو لخوا ووژل شو.

د شبنې په ورځ د نوي تعلیمي کال د پرانستلو په غوڼده کې ولسمشر حامد کرزي دا حمله د نړیوالو استخباراتي شبکو په لاس د روزل شویو ترهګرو کار وباله.

نوموړي دوو ماشومانو د وژنې په اړه وویل:

"زموږ دوه ماشومان چې وړمه ورځ د تروریستانو په لاس ووژل شول دوی هم غوښتنه درلودله لکه د نور میلیونونو ماشومانو په څير ښوونځي ته ولاړ شي؛ دواړه به په قبرونو کې خوشحاله يي اوخاندي به له ځانونو سره به وايي؛ که موږ تروریستانو وژلو زموږ په سن به په میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي د دوی ارواګانې به خوشحاله وي په دې سره زموږ د میلیونونه د زړو ماشومانو یوبریالی کاروان دی چې مخکې ځي."

په افغانستان کې له آزادو رسینو څخه د ملاتړ اداره روان ۲۰۱۴ میلادي کال د خبریالانو لپاره یو خونړۍ کال بولي او زیاتوي چې د دې کال په لومړیو دو میاشتو کې ټولټال څلور خبریالان د یوه بهرنی خبریال په شمول وژل شوي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG