د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

خوست: سږکال تر ٥٠زرو زيات زده کوونکي جذبېږي


د نوي ښوونیز کال د پیلیدلو ځانګړي مراسم چې شنبې په ورځ له غرمې مخکې د
میلمستون په ودانۍ کې د ښوونکیو او زده کوونکو په حضور او ګډون ترسره
شول، خوست والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو په ترڅ کې د هغه کسانو
عملونه نه بخښوونکي وبلل، چې د پوهنې د پرمختیا او اغېزمنتوب پر وړاندې
ستونزې او خنډونه جوړوي.
خوست والي له سیمه والو، ښوونکیو او زده کوونکو هم وغوښتل، چې په جرئت
سره دې د هغه چا پر ضد غږ پورته کړي، چې د معارف ملي بهیر اغېزمنوي او په
دې توګه د افغانستان د خلکو راتلونکې او مستقبل ته هم زیان رسوي:
((هغه څوک چې د معارف د پرمختګ په مقابل کې خنډ واقع کیږي، باید هغه په
دې پوۍ شي، چې دا د یوه معلم په مقابل کې نه، د یو شاګرد په مقابل کې نه،
د یو مکتب د ماحول په مقابل کې نه د ټول ولس په مقابل کې هغه ودریږي، هغه
ناروا کار کوي، هغه ظالم کار کوي، نه بخښوونکی عمل کوي، اما په تاسو ټولو
کې هم باید دا جرئت وي او دغه یووالی وي، چې بدو ته بد ووایاست.))
د نوي ښوونیز کال د پیلیدو په مراسمو کې د پوهنې وزیر د مبارکۍ پیغام د
خوست د پوهنې ریاست سرپرست رئیس الحاج مطیع الله فضلي له خوا ولوستل شو،
د پوهنې وزیر په پیغام کې هم د معارف پر وړاندې د یو شمېر ستونزو یادونه
شوې وه او په دې برخه کې د ټولنې د بیلابیلو قشرونو د مرستې غوښتنه په کې
وه.
په یاد پیغام کې د ماشومانو د والدینو څخه ښوونځیو ته د خپلو اولادونو په
ځانګړې ډول د نجونو د شمولیت او داخلیدو هیله څرګنده شوي او ویل شوي، چې
د یوې نجلۍ په روزلو سره یوه کورنۍ څه چې یوه ټولنه د زده کړې په زیور
سمبالیږي:
"د زده کوونکیو له والدینو او اولیاوو څخه یو ځل بیا ځانګړې غوښتنه کوم،
چې ښوونځي ته د خپلو لوڼو د شمولیت په برخه کې جدي پاملرنه وکړي، ځکه چې
د یو هلک په روزلو سره ښايي یو انسان په پوهه سمبال شي، خو د یوې نجلۍ په
روزلو سره یوه کورنۍ څه چې یوه ټولنه د زده کړې په زیور سمبالیږي"
د یادونې وړ ده، په خوست شاوخوا درې لکه ماشومان په ښوونځیو پر زده کړو
بوخت دي، چې دریمه برخه يې نجونې دي، ټاکل شوې سږ کال هم په خوست کې تر
پنځوسو زرو پورې نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شي.
XS
SM
MD
LG