د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

ولسمشر کرزی: طالبان د خبرو لپاره له موږ سره اړیکې نیسي


په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو یو ځلې بیا خپلو حملو ته زور ورکړی؛ د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هیله من دی چې له دې ډلې سره به سوله وشي.

ښاغلی کرزی وايي، چې د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ یې خبرې پیل شوي دي او په همدې ډول به یوه ورځ په افغانستان کې هم د سولې خبرې کیږي.

هغه وویل چې، پاکستان د دې وضعیت نه ډېر درد لیدلي او د افغانستان طالبان هم غواړي چې سوله وشي:

"افغانستان ته سوله هم راځي، سراسري سوله، پاکستان له خپلو طالبانو سره خبرې کوي؛ خبرې یې پرمخ ځي، د افغاسنتان طالبان هم زموږ سره تماسونه نیسي؛ غواړي چې خبرې وکړي. نن یا سبا دا کار کیږي، نن او سبا دا کار کیږي، پاکستان نور د دې حالت زور نه لري، ډير درد یې ولید."

ښاغلي کرزي وویل، هغوی چې غوښتل یې د جګړې او خرابي له امله په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ورسیږي؛ وپوهیدل چې له دې لارې نه کیږي.

نوموړي وویل، دوی پوه شوي چې له افغانستان او افغانانو سره د زور؛ تخریب او ګواښ له لارې نه کیږي.

ولسمشر حامد کرزي پخوا هم پاکستان ته په اشارې ویلي چې؛ یوه ورځ به یې په خپل لاس روزلی مار وچیچي.

موږ یوولس ملیونه ځوانان ښوونځيو ته ځي؛ یوولس نیم ملیونه، که زموږ لویان هم په همدې شمیر کې راووځي او رایه ورکړي، نور علی نور به وي. که کم راووځي، تر اتو نو ملیونو ورسیږي، افغانستان کامیاب دی
حامد کرزی
افغان چارواکي فکر کوي چې، د افغان دولت وسله وال مخالفین د پاکستان په خاوره کې روزل کېدل چې اوس په خپله دې هېواد ته په ستونزې بدل شوي دي.

ښاغلی کرزی په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې د خبرو پیلیدو ته هیله من دی چې؛ دې ډلې د انتخاباتو په رانږدې کیدو سره خپلې حملې زیاتې کړي دي.

په عین حال کې دولت د ملا معتصم اغا جان په مشرۍ د طالبانو د پخوانیو چارواکو له یوې ډلې د سولې لپاره خبرې پیل کړي؛ خو خپله طالبان لا هم د سولې خبرو ته نه دي حاضر شوي.

ښاغلي کرزي چې د نوي تعلیمي کال د پيل په غونډه کې یې خبرې کولې؛ همداراز وویل چې، راتلونکې انتخابات به هم په هېواد کې لا ښه ثبات سبب شي.

هغه له خلکو وغوښتل چې، په دې انتخاباتو کې برخه واخلي:

"زموږ یوولس ملیونه ځوانان ښوونځيو ته ځي؛ یوولس نیم ملیونه، که زموږ لویان هم په همدې شمیر کې راووځي او رایه ورکړي، نور علی نور به وي. که کم راووځي، تر اتو نو ملیونو ورسیږي، افغانستان کامیاب دی، تر شپږو ملیونو هم کامیابه دی، دباندې راووځئ، رایه ورکړﺉ او خپل هیواد کامیابه کړی."

که څه هم ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت په دوران کې په بیا بیا پر طالبانو د سولې غږ کړی؛ خو هغوی دغه غږ ته منفي ځواب ورکړی.

د سولې راوستل به له ښاغلي کرزي نه وروسته نوي ولسمشر ته هم یو لوی چلنج وي.
XS
SM
MD
LG