د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

"د هېواد پوهنه یو داسې کاروان دی چې هیڅوک یې مخه نه شي نیولای"


په افغانستان کې ۱۳۹۳ تعلیمي کال د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د مکتب زنګ په وهلو سره پیل شو.

افغان چارواکي وايي، سږکال به د هغه ماشومانو شمېر چې ښوونځیو ته ځي؛ نږدې یوولس اعشاریه پنځه میلیونه ته لوړ شي.

ولسمشر حامد کرزي دغه شمېر زده کوونکي د افغانستان د پرمختګ داسې یو کاروان وباله چې د ده په باور هیڅوک یې مخه نشي نیولای:

"کلونه مو کوښښ وکړ، خو ناکامه شوئ. خو اوس چې د افغانستان د شاه زلمیو له یوه ستر کاروان سره د پرمختګ او راتلونکي په لور روان یوو؛ زموږ مخه نه شئ نیولئ. زموږ د ځوانانو شور او ولولو سیمه لړزولې. ښوونځی او تعلیم مخته بیايي."

ښاغلي کرزي یوځل بیا د تیر په څير په افغان ځوانانو غږ وکړ چې؛ تعلیم ته دې زور ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې د جګړې او فقر علت د علمي کچې ټیټوالی دی.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، هغه هدف چې دوی په تېرو دولسو کلونو کې د پوهنې په برخه کې ټاکل شوی و؛ دغه هېواد ترې څو ځلې وړاندې تللی دی.

د پوهنې وزیر غلام فاروق وردګ په جوړو شویو مراسمو کې وویل؛ د ناامنۍ، اداري فساد او ولسي بې غور له امله تیر کال په هېواد کې درې سوو دېرش ښوونځي تړلي پاتې دي او دوه میلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي.

هغه زیاته کړه، اوس هم په هېواد کې پنځوس فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري.

د پوهنې وزیر وویل، چې سږ کال به درې لکه او اتیا زره کسان له دولسم ټولګي فارغ شي او ځینې نوي پلانونه هم ترلاس لاندې لري:

"سږکال به درې لکه اواتیا زره کسان تنه د پوهنې له نظام څخه فارغ شي؛ په همدې کال کې به زر بابه نوي تعلیمي او نیمه تعلیمي موسسې ایجاد شي؛ په روان کال کې به دهېواد په لرې پرتو سیمو کې ۹۵۰۰ بابه دهاتي ټولګي ایجاد شي؛ شپږ سوه ابتدایه ښوونځي به متوسطې ته څلورسوه څلویښت متوسطې به دلېسې سطحې ته ارتقاع پیدا کړي؛ په همدې کال کې د پوهنې وزارت ژمن دی چې؛ د خپل ولس د قومي مشرانو او علمانو په ملاتړ ټول هغه ښوونځي چې بند دي بېرته پرانیزو."

د پوهنې د چارواکو د معلوماتو له مخې دامهال په ټول هېواد کې ۱۷۲۰۰ ښونځي فعال دي چې؛ د دوه لکه یوویشت زره استادانو له خوا یوولس اعشاریه پنځه میلیونه زده کونکو ته په کې زده کړه ورکول کیږي.

د دې زده کوونکو څلور اعشاریه اوو ملیونه یې نجونې دي.

له دې پرمختګونو سره سره یو شمېر زده کوونکو او ښوونکو تل شکایت کړی چې؛ د درسونو په کیفیت کې د پام ښه والی نه دی راغلي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG