د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۲۱

ویسا: پرویز نجیب یو رښتینی او فعال کار کوونکی و


په کندهار کې د ازادي راډیو د مخکنې خبریال او د کندهار د والي د دفتر ریس ډاکټر پرویز نجیب د تیرې جمعې په ورځ د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د نوروز جشن په مراسمو کې له پنځو نورو کسانو سره ټپي شو او تېره شپه ناوخته يې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

پرویز نجیب د بهرام خان زوی او په ١٣٥٧ لمريز کال د حمل مياشتې پر شپږ ويشتمه نېټه د هلمند ولايت د کجکي په ولسوالۍ کې زېږېدلی.

لومړنۍ زدکړي يې په کابل کې د غلام حيدرخان په منځني ښوونځي کې کړي او له همدې ښوونځي څخه په ١٣٧٨ لمريز کال کې په لوړو نمرو فارغ او د کانکور تر ازمويني وروسته د کندهار طب پوهنځي ته بريالی او له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته يې په کندهار کې له ازادۍ راډيو سره د خبريال په توګه دنده پيل کړه.

له ازادۍ راډيو سره تر دوه کلونو کار کولو وروسته ورته د کندهار د والي د وياند وړانديز وشو او نږدې دوه کلونه يې د کندهار د والي د ډېر فعال وياند په توګه دنده تر سره کړه او وروسته د ولايت مقام د دفتر د ریيس وټاکل شو.

پرویز نجیب د پښتو تر څنګ په دري او انګليسي ژبو پوره پوه او وخت پر وخت يې په همدې ژبو په ډېره روانه لهجه په مجالسو کې ويناوې او بحثونه کول.

د کندهار مطبوعاتي دفتر د کندهار د والي ډاکټر توریالی ویسا په حواله رسنیو ته په یوې استولي خبرپاڼې کې ویلي چې؛ پرویز نجیب رښتنولۍ، صداقت او د هيواد د ښېرازۍ لپاره د زيات کار او هلو ځلو په خاطر د ولایت په کچه د دولت یو فعاله کار کوونکی و.

ټاکل شوې چې د پرویز نجیب جنازه سبا د یکشنبې په ورځ په کندهار کې خاورو ته وسپارل شي.

راپور: محمدصادق رښتیني – کندهار
XS
SM
MD
LG