د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۰۰

"حمله کوونکي څنګه وتوانېدل چې سرینا هوټل ته وسلې یوسي؟"


يو شمېرلوېديځو ورځپاڼو په خپلو وروستيو ګڼو کې په جلال اباد او د کابل په سرينا هوټل کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د حملو په اړه ليکنې چاپ کړي دي.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې اړه کښلي چې؛ حمله کوونکي څرنګه وتوانېدل چې داسې يوه هوټل ته وسلې يوسي چې بايد کلک امنيت يې نيول شوي وي.

ورځپاڼه زياتوي، په افغانستان کې انتخابات په مخکې دي او ټاکل شوې وه چې، ډېر بهرني خبريالان او څارونکي په دې هوټل کې دېره شي؛ خو له دې سره سره د دولت وسله وال مخالفان وتوانېدل چې؛ له پرمختلليو ماشينونو څخه تېر شي او وسلې هوټل ته ننه باسي.

په دې هوټل کې جګپوړي افغان چارواکي هم ډېر ځلي غونډې کوي.

ګارډين:

ګارډين ورځپاڼې په خپله يوه ليکنه کې ويلي؛ په داسي حال کې چې د افغانستان حکومت د بهرنيانو له اعتراضونو سره سره د بګرام له محبسه په لسګونو طالب بنديان خوشې کړل؛ طالبانو حملې وکړې او د بېګناه خلکو وينې يې وبهيولې.

ورځپاڼه په دوام کې ليکي، د سرينا هوټل کارکوونکي او ملېمانه بايد له څو امنيتي کمربندونو څخه؛ چې اليکترونيک وسايل په کې ځای پر ځای شوي دي؛ تېر شي، نو په داسې حال کې څرنګه کېداي شي چې؛ څو تنه په يووخت له وسلو سره له دغو امنيتي کمربندونو تېر شي.

ګارډين ورځپاڼه، په خپله يوه بله ليکنه کې وايي چې؛ طالبان غواړي انتخابات ګډوډ کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو انتخاباتو ته څو اوونۍ پاتې دي او بې له شکه دا ډول حملې پر ټاکنو اغېز لرلي شي.

ګارډين ليکي، دا سمه ده چې د ننګرهار او سرينا هوټل په بريدونو کې ټول حمله کوونکي ووژل شول؛ خو هغوی خپل نيت خلکو ته څرګند کړ.

ورځپاڼو د شاهدانو او چارواکو په قول د پېښو جزييات تشريح کړي چې حمله کوونکو څه ډول وسلې راوايستلې او پر مېلمنو يې، چې د شپې ډوډۍ يې خوړله، ډزې وکړې او ښځې او ماشومان يې په وينو کې ولمبول.

ګارډين ورځپاڼه د چارواکو په قول وايي چې؛ ښايي بريد کوونکو خپلې وسلې په جورابو او يا جېبونو کې وړي وي او يا ښايي تلاشي ورڅخه نه وي اخيستل شوې. ورځپاڼه دا د پوښتنې وړ بولي.

د ورځپاڼو په نظر، دا بريدونه يوازې په کابل او جلال اباد پوري محدودې پاتې شوي نه دي بلکې څو ورځې مخکې په فارياب ولايت کې په عام بازار کې لويه چاودنه وشوه چې يو شمېر ملکيان يې ووژل. همداراز د کندهاز په خاکرېز ولسوالۍ کې چاودنه وشوه.
XS
SM
MD
LG