د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

افغان حکومت، کاناډا او امریکا د افغان خبریال سردارد محمد وژنه وغندله


د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د افغان ژورنالیست سردار احمد په وژنې ژوره خواشیني ښودلې او په یوه پیغام کې یې ویلي؛ دا ډېر د خپګان ځای دی چې؛ یو تکړه او با استعداده افغان خبریال، د هغه میرمن او دوه خواږه ماشومان د سرینا هوټل په تروریستي حمله کې ووژل شول.

د دې کسانو وژنه یو ستر جنایت او زړه دردونکې غمیزه ده. زه د سردار احمد کورنۍ او د افغانستان ټولو خبري رسنیو ته تسلیت وړاندې کوم او شهیدانو ته د جنت استدعا کوم.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د سرینا هوټل ترورستي حمله او د افغان خبریال سردار احمد او د هغه د میرمنې او ماشومانو وژنه سخته غندلې ده.

د بهرنیو چارو وزیر جان کري د جمعې په ورځ وویل؛ د فرانسپرس آژانس د تکړه خبریال په وژنې سخت خپه دی او له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګندوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي د دې وزارت په خبري کنفرانس کې وویل؛ د دې حملو عاملان بې ځایه د افغانانو او د دوی د نړېوالو متحدانو وینې توییوي او هغه هم په داسې حال کې چې افغانان د نوي کال ورځې لمانځې او تاریخي انتخاباتو ته تیاری نیسي.

ساکي تایید کړه چې، د سرینا هوټل د پنجشنبې د شپې حمله کې په وژل شویو کې یو امریکایي تبعه هم شامل دی. دې زیاته کړه، له دې وحشیانه حملو څخه معلومیږي چې؛ وسله وال په هیڅ ډول د خلکو ژوند ته درناوی نه لري او په افغانستان کې له عادلانه او آزادو انتخاباتو څخه وېره لري.

د کاناډا حکومت هم د طالبانو دا حمله په کلکه غندلي او وایي چې، عاملانو ته یې باید سزا ورکول شي.

د نوي کال په شپه، د سرینا هوټل د تروریستي حملې په قرباینانو کې دوه تنه کاناډایان هم شامل دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر جان بیرد John Baird په یوه بیان کې د قربانیانو کورنیو ته خواخوږي څرګنده کړي او وایي:

"د دغو کسانو زیاتو یې له افغانانو سره د مرستې لپاره خپل ژوند وقف کړی و؛ تر څو افغانان د تعلیم په ګډون، په ټولنه کې د ښځو او نجونو د ونډې په زیاتولو سره د خپل ځان لپاره یوه ښه هېواد جوړ کړي. د دې ډول خدمت او کار په بدل کې شخړي او په خاص ډول د نوروز پرمهال دا ډول عمل د طالبانو او د هغوی د ملاتړو شرارت ښیي."

ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د بشري حقونو د کمیسیون او په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) چارواکي وایي؛ په ملکیانو باندې حملې د نړېوالو قوانینو، بشري حقونو او ارزښتونو پرخلاف عمل دی.

د یوناما ویاندې نیلاب مبارز آزادي راډیو سره په خبرو کې د کابل سرینا هوټل کې د ملکیانو وژنې ته په اشارې سره د افغانستان په جګړه کې په ښکیلو اړخونو غږ وکړ چې؛ په ملیکانو باندې باید حملې ونه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي غواړي؛ په ملکیانو باندې د حملو عاملان او د هغوی ملاتړي باید معلوم او سزا ورکول شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې څلور تنه حمله کوونکي د نوي کال په شپه سرینا هوټل ته ننوتل او په ډزو کې یې ۹ تنه ووژل چې؛ د دو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون د قرباینانو پنځه تنه افغانان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات د جمعې په ورځ تائید کړه چې؛ د سرینا هوټل په حمله کې د دوی یو تبعه وژل شوی، دغه راز د کاناډا حکومت هم ویلي چې؛ په دې تررویستي حمله کې د دوی دوه تنه اتباع وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي و؛ چې په حمله کې یو کاناډایي، دوه بنګله دیشیان او یو د پاراګواي هېواد تبعه وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG