د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۸

کارپوهان: وظیفوي غفلت وروستیو بریدونو ته لاره هواره کړې


د چارو کارپوهان وايي، وظیفوي غفلت او په امنیتي ادارو کې د وسله والو نفوذ دغه شان لویو حملو ته زمینه برابروي.

کتونکي په دې نظر دي، چې د وسله والو مخالفانو د دغه شان حملو د مخنیوي لپاره په نظام کې اصلاحات او د خلکو همکاري راجلبول اړینه ده.

د پوځي چارو کارپوهان وايي، په وظیفه کې غفلت او د افغان امنیتي ارګانونو له داخله له وسله والو سره همکاري په کابل او ولایتونو کې وروستیو بریدونو ته لاره هواره کړې ده.

د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل ازادۍ رادیو ته وویل، دا امکان نه لري چې دا ډول حملې له داخله له همکارې پرته په یوازې سر په ورځ دوو کې پلان او بیا عملي شي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانۍ وزیر فقیر محمد فقیر ازادۍ رادیو ته وویل، تر کومې پورې چې په نظام کې اصلاحات نه وي راغلي او د حکومت د خلکو اعتماد ترلاسه نه کړي، د دغه شان پیښو مخنیوی ګران کار دی.

د چارو کارپوهان وايي، که افغان امنیتي ارګانونه له نړېوالو ځواکونو سره په همغږۍ کې ددغه شان بریدونو په مخنیوي کې پاتي راشي نو دا لرې نه ده چې دا وضیعت به په راتلونکو انتخاباتوکې د خلکو په ونډه منفي اغیز وکړي.

ښاغلي امرخیل وايي، د انتخاباتو د امنیت پلان باید عملي بڼه ولري او له نړیوالو قوتونو او استخباراتوسره شریک شي.

په دې وروستیو کې په فاریاب،ننګرهار ،کابل او قندهار ولایتونو کې د ډله ائیزوځانوژونکو،او وسله والو بریدونو په نتیجه کې د افغان امنیتي افرادو په ګډون ګڼ شمیر ملکي خلک چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي ،وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو ددغو وروستیو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.
XS
SM
MD
LG