د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

په ۲۰۱۳کې څومره هېوادونو خلک اعدام کړي؟


د عفوې نړېوال سازمان وايي، په ټوله نړۍ کې تیرکال د اعدامونو شمېر زیات شوی او په دوه ویشت هېوادونو کې په مجموعي ډول سل هاو کسان اعدام شوي دي.

د عفوې نړېوال سازمان (Amnesty International) په یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې کویټ، ویتنام او نایجیریا د نړۍ هغه هېوادونه دي چې تیرکال (2013) کې یې اعدامونه پيل کړل.

د دې سازمان په وینا، ښايي د نړۍ په کچه تر ټولو زیات اعدامونه په چین کې شوي وي.

دې ادارې ویلي، د چین حکومت د اعدامونو دقیق شمېر پټوي خو ښايي هر کال زرهاوو کسان په دې هېواد کې اعدامیږي.

د عفوې نړېوال سازمان زیاتوي، چې تیرکال په چین کې د تقریبا اوه سوه اوه اتیا اعدامونو خبر افشا شوی په داسې حال کې چې وړم کال دا شمېر د شپږسوه اتیا په شاوخوا کې وو.

د عفوې د نړېوال سازمان په حواله، ترچین وروسته ایران او عراق هغه هېوادونه دي چې په تیر یوه کال کې یې د اعدامونو په زیاتیدو کې عمده لاس درلود.

په ایران کې تیر کال لږ تر لږه درې سوه نهه شپیته کسان او په عراق کې یو سل او نهه شپیته کسان اعدام شوي دي.

معتبرو سرچینو د عفوې نړېوال سازمان ته ویلي، چې لږ تر لږه ښايي ګڼ شمېر کسان په ایران کې په پټه اعدامیږي او د اعدام شویو شمېر ۷۰۰ ته رسیږي.

د عفوې نړېوال سازمان ویلي، چې تیر کال په سعودي عربستان کې د اعدامونو شمېر ۷۹ ، په امریکا کې ۳۹ او په سومالیا کې څلور دیرش تنه زخمیان شوي دي.

په سعودي عربستان کې تیر کال د اعدامونو اندازه د پخوا په څير لوړه وه او د نړېوالو قوانینو په خلاف لږ تر لږه درې تنکي ځوانان په دې هېواد کې اعدام شول.

په مجموعي ډول ، سږکال په ټوله نړۍ کې د اعدامونو اندازه پينځلس فیصده زیاته شوې ده .

د عفوې د نړېوال سازمان مشر سلیل شیټي ویلي:

″هغه قانون ماتونې چې په ایران او عراق کې یې موږ شاهد وو د شرم وړ وې. خو هغه هیوادونه چې د اعدام سزا عملي کوي د تاریخ په غلط لور کې دي او په حقیقت کې ورځ په ورځ د زیاتې انزوا په لور ځي.″

سلیل شیټي ویلي، که څه هم تیر کال په ټوله نړۍ کې د اعدامونو شمېر لوړ شوی خود هغو محدود شمیر هیوادونو دا کار کړی دی.

د عفوې د نړېوال سازما ند مشر سلیل شیټي په وینا، د دولتونو له خوا ترسره شوي اعدامونه د توجیه وړ نه دي خو نه شي کولای چې د نړۍ پر مخ د اعدام سزا د له منځه تلو لپاره شوی پرمختګ شڼډ کړي.

دا سازمان وايي، په نړۍ کې داسې هیوادونه هم شته چې تیرکال یې هیڅ څوک نه دي اعدام کړي. په دې هیوادونو کې پاکستان، متحده عربي امارات او ګامبیا شامل دي.

د عفوې نړېوال سازمان په خپل رپوټ کې ویلي، چې شل کاله مخکې د نړۍ اوه دیرش هېوادونو خلک اعدامول خو اوس تیرکال د دې هیوادونو شمیر دوه ویشتو ته را ټیټ شوی وو .

د دې سازمان په وینا، تیرکال د منځني ختیځ په هیوادونو عراق او ایران کې زیات خلک اعدام شوي.

خو متحده عربي امارات د سیمې هغه هیواد دی چې په تیرو دریو کلونو کې یې هیڅ څوک نه دي اعدام کړي. په یمن کې هم دوه کاله سر په سر د اعدام شمیر ټیټ وو.

د عفوې نړېوال سازمان وايي ، تیرکال د اعدامونو له بیلا بیلو میتودونو کار اخیستل شوی لکه د سر پریکول، برقي شوک ورکول، په مرمیو ویشتل، پانسۍ او د زهري موادو پيچکارۍ کول.

تیرکال زیات خلک د زنا او ارتداد په جرم اعدام شوي چې د عفوې د نړیوال سازمان په باور ، اصلا په جرم نه شي حسابیدلای .

يو شمیر رژیمونو د سیاسي دلایلو پر اساس خپل مخالفین اعدام کړي دي.
XS
SM
MD
LG