د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

په کابل کې هم د نوروز میلې د نورو ولایتونو څخه کم نه ول


د افغانستان د نورو ولایتونو په څیرکابل کې هم خلکو د نوی کال لومړۍ ورځ په میلو او اتڼو سره ولمانځله.

د دې ښار په کارتې سخي سمیه کې چې هر کال د نوي کال جنډه په کې پورته کیږي د حکومت له خوا رسمي مراسم نیول شوي و.

د ۱۳۹۳ کال په لومړۍ ورځ په ټول ښارکې په ځانګړې توګه په کارتې سخي سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و او خلک له امنیت نه راضي وو.

د نوي کال په لومړۍ ورځې په کابل کې په ځینو مشخصو ځایونو کې خلک راټول شوي و او دغه ورځ یې په خوښیو سره ولمانځله.

په کابل ښارکې د شهدايي صالحین، مرنجان تپه، بابر باغ، ښځینه باغ، قرغه، پغمان، کارتي سخي او ځیني نور ځایونه دي چې خلک تل د نوروز د ورځې میلې په کې کوي.

د کابل ښار کارتي سخي سمیه چې د نوي کال لپاره رسمي مراسم په کې نیول شوي و نوی کال د جنډې په ورته کولو سره پیل شو.

د نوي کال میلو لمانځلو ته له پاکستانه او له لیرې پرتو ولایتونو څخه یو شمېرخلک کابل ښار ته راغلي و.

خلک په بېلابېلو دودیزو میلو بوخت و، ځینو، هګۍ جنګولې، ګاغذ پرانونه یې پورته کول یو شمېراتڼو کول او ځیني یې په نورو ساعت تیریو بوخت وو.

خلک چې میله ځایونو او تفریح ځایونو کې د نوي کال د لمانځلو په خوښۍ بوخت و، له حکومت نه غواړي چې د سولې د ټینګښت په برخه کې جدي هڅې وکړي.

کابل ښاریان که څه هم په دې ورځ د امنیت له پلوه ډاډمن و، خو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې یې په افغانستان کې د تلپاتې امن د راتلو هیله وکړه:

″۱: نوم مې ولي دی له پکتیا نه راغلی یم، ټیم راسره دی غواړو کابل کې د نوروز په ورځو کې میلې وکړو، قرغې ته ځو نو د میله ځایونو ته ځو.

۲:زه قدرت یم له پېښور نه راغلي یم، میلې ته راغلیو، د جنډې پورته کولو ته راغلي یو وروسته له ۲۵ کلو خپل هېواد ته د میلې لپاره راغلم.

۳: زما نوم عبدالفتاح دی له ډایکنډي ولایت نه راغلی یم، زیات د خوشحالي احساس کوم ،باور وکړﺉ کله چې جنډه پورته کېده ستونی مې له زیاتې خوشحالۍ بند شو ژړا راغله.″


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې وویل، په ټولو ولایتونو او په ځانګړې توګه یې په کابل ښار کې د نوي کال لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیولي دي.

د درېمې امنیتي حوزې اړوند د کارتې سخي په زیات کې چې د نوي کال په مناسبت رسمي مراسم جوړ شوي و سخت امنیتي تدابیر نیولي وو.

د دې حوزې امر سمنوال ویس الله تاج د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل:

″غواړم ووایم چې امنیتي تدابیر په ټول ښار کې نیول شوي په ځانګړې توګه د کارتي سخي په سیمه کې چې جنډه پورته کیږي له څو ورځو راهیسې د امنیت په ټینګولو بوخت یو، دلته مو څو د تلاشیانو کمربندوه جوړ کړي موږ به هڅه وکړو چې جشن تر اخره ورځ پورې امنیت خوندي کړو.″

د نوروز جشن نه یواځې په افغانستان بلکې په یو شمېر نورو هېوادونو لکه ایران، تاجکستان او ترکیه کې هم له ډیرو پخوا کلونو راهیسې نمانځل کیږي.

افغان چارواکي وايي، د حمل په اومه د کابل ښار په پغمان ولسولاۍ کې د نوروز سیمه یېز جشن جوړ شي.

ټاکل شوې ده د نوروز په دې سیمه ییز جشن کې د افغانستان په ګډون د دولسو هېوادونو مشران او ځیني نور مسوولین ګډون وکړي.


راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG