د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۱۱

بلخ: د نوروز په مراسمو کې د خلکو حضور کمرنګه وو


په بلخ ولایت كې د نوروز د جشن په مناسبت د حضرت علي كرم الله وجهه د زيارت جنډه په امنه فضا کې پورته شوه.

د هېواد په سطح د هر نوي كال په لومړى ورځ د نوروز لوى جشن د هېواد په شمالي بلخ ولايت كې ترسره كيږي، چې په كې زرګونه كسان ګډون كوي، مګر سږ كال د راپورونو په اساس چې په بلخ كې د نوروز د جشن لمانځنې په مراسمو كې د نا څرګنده عوامل په سبب د خلكو حضور كمرنګه دى.

له دې سره چې د هېواد په هره برخه كې افغانان په پور شور او شوق سره د هر لمريز كال په پيل كې د نوروز له جشنه لمانځه كوي.خو بيا په بلخ ولايت كې دا جشن په شاندارو مراسمو او د حضرت علي كرم الله وجهه د زيارت د جنډه په پورته كولو سره لمانځل كيږي چې هركال په كې د نوي كال په لومړى ورځ د هېواد له مختلفو سيمو څخه زرګونه كسان په كې ګډون كوي.

نن هم د ۱۳۹۳ كال په لومړى ورځ د نوروز جشن په مناسبت د حضرت علي كرم الله وجهه د زيارت جنډه د هېواد اطلاعتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين په امر سره پورته شوه:

″د حضرت علي ابن ابي طالب د مبارکې جنډې پورته کولو لپاره سلاح سره سلام کړئ!″

د نوروز په جشن كې د ګډون په مقصد سږ كال د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د خلكو حضور بلخ ولايت ته كمرنګه وه.

دا چې ولې څرګند عوامل يې نه دي په ډاكه، خو شننوكي وايي چې په شمالي ولايتونو كې د وروسيتو امنيتي پېښو رامنځ كېدل او يا هم په كابل كې د نوروز له نړېوال جشن څخه په شاندارو مراسم لمانځه د دې سبب شوې چې د خلكو حضور په بلخ ولايت كې كم رنګه ووسئ.

د معلوماتو په اساس چې نوروز په افغانستان كې ۶ زره كلن تاريخ لري او په لوړي ځل د اريايي نژاد پادشاه كيومرس له خوا په پخوانى آريانا يا هم نني بلخ كې بنا كېښودل شو.

د ويلو ده چې د طالبانو د حاكميت پر مهال د نوروز جشن په لمانځلو باندې بنديز لګولى شوى وه او له هغه څخه يې لمانځنه يو غير شرعى عمل گڼلى وه. خو بيا هم په بلخ كې نوروز لمانځنې بل خصوص د حضرتي علي د زيارت جنډې پورته كولو ته خلک په مذهبي عقيده ګوري.

نن هم په بلخ ولايت كې د حضرت علي كرم الله وجهه د زيارت جنډه په شاندارو مراسمو سره پورته شوه، چې د مراسمو په دوام كې د بلخ والي عطا محمد نور د خبرو پر مهال ټول افغانان په هېواد كې د مثبت سياسي بدلون د رامنځته كېدو لپاره په ټاكنو كې په پراخه پيمانه برخه اخيستو ته راوبلل:

″په ټاكنو كې ګډون وكړئ او د هېواد په سياسي بدلون كې ونډه ولرئ، ښه كس ته رايه وركرئ چې هېواد د پرمختګ په لور بوځئ او دا مو دنده ده چې بايد كانديد لومړي وپېږنى بيا رايه وركرئ″

د ويلو ده چې؛ د نوروز جشن د حضرت علي د زيارت د جنډې په پورته كولو سره هركال د حمل په لومړې پيليږي او تر ۴۰ ورځو دوام مومي، چې په ترڅ كې يې نور مختلف جشنونه لكه د دهقان جشن، سيزده بدل او ميله ګل سرخ هم پدې ولايت كې ترسره كيږي.

راپور: مجيب الرحمن حبيب زى- مزارشريف
XS
SM
MD
LG