د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

امريکا او روسيې پر يوبل بنديزونه ولګول


په داسې حال کې چې له روسيې سره د کريميا د يوځاى کېدو پر سر کړکېچ زيات شوى، امريکا او روسيې پر يو بل ځينې بنديزونه ولګول.

د اروپايي ټولنې هېوادونه هم غواړي پر روسيې ځينې بنديزونه ولګوي.

له کريميا څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې روسي پلوه ځواکونو د اوکراين د سمندري ځواکونو څو کښتۍ نيولي دي.

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما پرون اعلان کړه چې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د دفتر رئيس او د هغه نژدې همکار سرګي ايوانوف او ١٩ تنه نور روسان د بنديزونو په ليست کې شامل شول.

يو بانک چې د روسيې له رهبرۍ سره يې نژدې اړيکې درلودې هم په دې ليست کې راغى.

ولسمشر اوباما وويل، يو فرمان يې صادر کړى، چې پر اساس يې امريکا د روسيې پر اقتصادي سکټور ځينې بنديزونه لګوي:

”د هغه اجرائيوي فرمان پر اساس چې په اوکراين کې مې د روسيې د مداخلې له کبله لاسليک کړ، د روسيې د حکومت پر نورو عالي رتبه چارواکو بنديزونه لګوو.

نن موږ پر ځينو نورو کسانو چې ځينې منابع او نفوذ لري، پر هغو کسانو چې د روسيې له مشرتابه سره مالي مرسته کوي، هم بنديزونه لګوو، دغه راز پر هغه بانک چې دغه کسان تمويلوي“

تر دې څو دقيقې وروسته د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړه، چې د امريکا د کانګرس ٩ غړي او د امريکا د ولسمشر سلاکاران روسيې ته د داخلېدو له حق څخه بې برخې شول.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د هغو امريکايي اتباعو ليست خپور کړ، چې روسيې ورباندې بنديزونه اعلان کړي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وويل مسکو د امريکا هر دښمنانه اقدام ته مناسب ځواب وايي.

د دغو دوه اړخيزو بنديزونو له اعلانه وروسته د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو جان کري او سرګي لاوروف ټليفوني خبرې وکړې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي ښاغلي لاوروف د امريکا د بهرنيو چارو وزير ته وويل د روسيې له خاورې سره د کريميا يوځاى کېدل د بحث او له سره د کتنې وړ مسئله نه ده.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند څرګنده کړه، چې اروپايي ټولنې د خپلو غړو هېوادونو د مشرانو کتنه چې ټاکل شوې وه، په جون مياشت کې په روسيه کې وشي، لغو کړه.

د اوکراين د دفاع وزارت وياند وايي په کريميا کې د دې هېواد لږ تر لږه درې جنګي بېړۍ د روسي پلوه وسلوالو کسانو له خوا يرغمل شوي دي.

د روسيې د سمندري ځواکونو قوماندان السکاندر ويتکو شخصاً په څلورمه کښتۍ کې د اوکراين دغسې سيمې ته ورغلى او د دغو کښتيو د تسليمېدو غوښتنه يې کړې ده.
XS
SM
MD
LG