د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

تیرکال د ښځو سره د تاوتریخوالي څه باندې ۶۰۰۰قضیې ثبت شوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون تیر۱۳۹۲ کال کې په دې هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ډیریدو له امله اندیښنه څرګندوي.

د دې کمیسون مسوولین وایي، چې په دې کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي څه باندې شپږ زره قضیې ثبت شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي هم پخپل یو رپوټ کې ویلي چې د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونه د ښځو قضیو ته جدي پاملرنه نه کوي.

خو د افغانستان د سترې محکمې مسوولین بیا دا څرګندونې ردوي او وايي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون له مخې له ښځو سره تاوتریخوالي کوونکي په سزا رسیږي.

پدې هکله نور حال د جمیلې ظریف په رپوټ کې.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:41 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG