د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تیر۱۳۹۲ کال کې په افغانستان کې بې ځایه شوي خلک لس فیصده زیات شوي دي.
د دې وزارت د چارواکو په وینا دا مهال په ټول هېواد نیم میلیون افغانان د بېلابېلو ستونزو له امله خپلې سیمې او کورونه پریښي دي.
بل خوا یو ان اچ سي ار یا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، چې د تېرمیلادي کال په پرتله هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې پنځوس سلنه کموالی راغلی.
په دې اړه نورمعلومات له کابله درحمت الله افغان په تفصیلي راپور کې اورو: