د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۷

افغانستان: په ۱۳۹۲کې د وړم کال په پرتله ۳۵فیصده ترافیکې پیښی کمې وې


د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست وایي، په ۱۳۹۲ کال کې د وړم کال په پرتله په افغانستان کې پنځه دیرش فیصده ترافیکې پیښی کمې وې.

دوی وایي، په دې پیښو کې د خلکو مرګ ژوبله هم د وړم کال په پرتله کمه وه.

که څه هم دا انتقادونه اوریدل کېږي چې په واټونو، سړکونو او لویو لارو کې ترافیکي قوانین په بشپړه توګه نه پلي کېږي، خو د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۲ کال کې په افغانستان کې ترافیکې پیښې او مرګ ژوبله یې کمه وه.

د ترافیکو د ریاست د دفتر امر محمد حنیف ازادۍ رادیو ته وویل، د یوزرو، درې سوه، یو نوی یم لمریز کال په نهو میاشتو کې په ټول هېواد کې څه باندې دوه زره ترافیکي پیښې شوي وې، خو دا شمېره د یو زرو درې سوو دوه نوي یم کال په نهو میاشتو کې« یوزرو، درې سوه، نهه نوي » ته راکمه شوی ده.

ښاغلی حنیف وویل، د ترافیکي پیښو له کمښت سره د خلکو مرګ ژوبله هم کمه وه:

″ترافیکې پیښې چې د دوه نوي یم لمریز کال په نهو میاشتو کې شوی، اته سوه دوه، دیرش تنه په کې مړه او یو زرو نهه اویا په کې ټپیان شوي دي.

دا پیښې اکثره په لویو لارو کې شوي دي″

د کابل د ترافیکو مدیر اسداله وایي، په کابل ولایت کې چې د نورو ولایتونو په نسبت په کې د موټرو ګڼه زیاته ده، هم ترافیکې پیښې د وړم کال په نسبت کمې شوي دي.

ده ازادۍ رادیو ته وویل، وړم کال په کابل ښار او ولسوالیو کې اته سوه ترافیکې پیښې شوې وې، خو تیرکال په کې دیرش فیصده کموالی راغلی و.

د ترافیکو مسوولین وایي، د دې پیښو علت، د سړکونو خرابوالی، د موټرو تخنیکي ستونزې، د موټرو ښي لاسي شټرنګونه، ډیر سرعت، د ترافیکي اصولو نه مراعاتول او د موسم وضعیت دی.

د ترافیکو مسئولین دا هم وایي، په وروستیو کلونو کې یي، د ترافیکې پیښو د کمولو په مقصد هڅې تیزې کړي چې، د اصولو پلي کول جدي کړي، تخنیکي نیمګړتیاوې پوره او د عامه پوهولو پروګرامونه زیات کړي.

د ترافیکو د ریاست د دفتر امر وایي، په یو زرو درې سوه دوه نوي یم کال کې د ترافیکو د عوایدو او د سرغړوونکو د جریمو له امله، څه باندې دولس میلیارده افغانۍ د حکومت خزانې ته رسیدلي دي.

سره له دې چې د ترافیکو مسئولین په تیرو دوو کلونو کې خپل فعالیتونه مثبت ارزیابي کوي، خو ځیني خلک شکایت کوي چې اوس هم ترافیکي پیښې ډیرې او علت یي د ترافیکې اصولو نه مراعاتول دي:

″نوم مې حاجي جمعه، د موټروانانو بې احتیاطي ده، اصول نه مراعاتوي.

که چېرې اصول مراعات شي او ترافیک هم اصول جدي ونیسي، پیښې به کمې شي″

دوی دا هم وایي، د اکثرو ترافیکي پیښو په عاملینو قانون نه پلي کېږي.

د ترافیکو مسئولین وایي، په وروستیو کلونو کې هڅه شوې چې په سړکونو، واټونو او لویو لارو کې ترافیکي علامې بشپړې کړي.

خو موټر چلوونکي انتقاد کوي، چې د لویو لارو په مهمو ځایونو کې ضروري ترافیکي اشارې نه دي نصب شوي او د دې نیمګړتیا ترڅنګ بې تجربې خلکو ته هم د موتر چلولو جواز ورکول کېږي.

یوه موټر چلوونکې ازادۍ رادیو ته وویل:

″زما نوم احمد حسین په ښار کې ټکسي چلوم. یو دا چې د ښار سړکونه واړه دي. بل دا چې دریوران بې تجربې دي، بل دا چې لایسنسونه په پیسو خرڅیږي، هرڅوک په اسانۍ سره ترلاسه کولی شي او بل دا چې ترافیک پیسې اخلي او قانون نه پلي کوي″

د ترافیکو چارواکې وایي، په اکثرو مهمو لارو او سړکونو کې ضروري ترافیکې اشارې نصب شوي او هڅه کېږي چې په ټولو ضروري ځایونو کې هم نصبې شې.

د ترافیکو مسئولین دا هم ردوي، چې ګواکې قانون پر زوره ورو، نه پلي کېږي.

دوی له خلکو او موټر چلوونکو څخه هیله کوي چې، د پیښو د مخنیوي لپاره دې ترافیکې اصولو ته غاړه کېږدي.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG