د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۰۰

دوما د کریمیا د الحاق د موافقې د تصویب لپاره ځانګړې غونډه لري


د روسیې د پارلمان د استازو مجلس دوما (Duma) نن د روسې په فدراسیون کې د کریمیا د الحاق د موافقې د تصویب لپاره ځانګړې غونډه لري.

امریکا او نورو غربي دولتونو د روسیې په فدراسیون کې د کریمیا د الحاق پریکړه رد کړې او غیر قانوني یې بللې ده.

په عین وخت کې، د اوکراین پارلمان نن یو پریکړه لیک صادر کړ او ویي ویل، چې هیڅ کله به د روسیې په فدراسیون کې د کریمیا د الحاق لپاره د مسکو حرکات تایید نه کړي.

دا پریکړه لیک وايي، اوکرایین به هیڅ کله هم د کریمیا د بیرته ازادولو لپاره ، ان که دردناکه هم وی، له مبارزې لاس وانخلي.

د روسیې ولسمشر او په کریمیا کې د روسیې پلوي کونکو رهبرانو د سه شنبې په ورځ د روسیې په فدراسیون کې د کریمیا او سواستوپول ښار د الحاق تړون لاسلیک کړ.

د روسیې د پارلمان د مشرانوجرګه ښايي سبا دا تړون تایید کړي.
تیره میاشت په اوکرایین کې د روسیې د پلوي کونکي جمهور ریس ویکتور یانکوویچ د رژیم تر راپزیدو وروسته ، مسکو زرګونه عسکر په کریمیا کې د خپلو سمندري ځواکو قرارګاه ته واستول.

روسیه په توره بحیره کې د سمندري ځواکونو ستر عملیاتي مرکز لري چې بلک سي فلیټ (Black Sea Fleet) ته بلل کیږي.

مسکو پرون اعلان وکړ چې د کریمیا اوسیدونکي روسان دي او هغوي ته یې د روسي پاسپورټونو د ویش لړۍ پیل کړه .

له مسکوه وروستي رپوټونه وايي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون نن د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او کییف ته تر تګ مخکې به له جمهور ریس ولادیمیر پوتین سره هم خبرې وکړي.

پرون د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې او امریکا د استازو خبرې تر هغه وروسته په شخړه واوښتې چې د امریکا سفیرې سمنتا پاور د کریمیا د الحاق لپاره د روسیې هڅو ته د (غلا) خطاب وکړ:

″په کریمیا کې ټول پوښتنه وشوه خو په کور او نړۍ کې د کریمیا حقوقي موقف نه دی بدل شوی.

غل غلا کولای شي خو غلاشوي څيز دملکیت حق نه لري. اجازه راکړی ووایم چې د روسیې کار له قانوني، تاریخي او د پالیسي له پلوه غلط او خطرناک دی.″

په امنیت شورا کې د روسیې استازي ویتالي چورکین د امریکا استازې ته خبرداری ورکړ چې داسې خبرې په نورو مسایلو کې له امریکا سره د روسیې د همکارۍ پر روحیه منفي اغیز کولای شي:

″میرمن پاور خپلې خبرې د روسیې لیکوالانو تولستوي او چخوف ته په اشاره پیل کړې خو د تجارتي مطبوعاتو په سویه یې پاي ته وروسولې. موږهره خبره چې زموږ د هیواد سپکاوی وکړي ردوو.

که چیرې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي په امنیت شورا کې پر نورو مسایلو د روسیې پر همکارۍ حساب کوي نو میرمن پاور باید ځان په خبرو وپوهوي.″

په ملګرو ملتو کې د اوکراین استازي نن وویل، روسیه ښايي د اوکراین د خاورې د لا زیات پوځي اشغال لپاره تیاري نیسي.

په عین حال کې، د اروپايي اتحادیې مشرانو نن په بروکسل کې دوه ورځنۍ غونډه پيل کړه تر څو د کریمیا د الحاق په وړاندې د روسیې د هڅو ځواب پيدا کړي.

اروپايي اتحادیې څه موده مخکې هم پر اتو روسي چارواکو په کریمیا کې د لاس وهنې په خاطر د سفر ویزې بندې او پانګې یې کنګل کړې.
XS
SM
MD
LG