د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

مقبل: د نشه يي توکو د تولید ۳ فیصده ګټه په کور دننه پاتې کیږي


د افغانستان حکومت وايي، د مخدرو موادو د تولید یوازې درې فیصده ګټه د دې هېواد دننه پاتې کیږي او پاتې ۹۷ فیصده یې بهر ته ځي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل عثماني په اذربایجان کې له چارواکو سره ترلیدو وروسته د روسیې خبري اژانس انټر فاکس ته وویل، مخدر مواد یوازې د افغانستان نه بلکه د ټولې سیمې مشکل دی.

ضرار احمد مقبل ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تولید شویو مخدرو موادو زیاته برخه په بهرنیو هېوادونو کې مصرفیږي نو دا باید یوازې د افغانستان ستونزه ونه ګڼل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د هر وینو د تولید او پروسس لپاره په کال کې تقریبا یو زر او درې سوه ټنه کوکاین دې هېواد ته واردیږي خو د تولید شویو هیروینو یوازې پينځه فیصده په افغانستان کې پاتې کیږي.

د عثماني انټر فاکس ته ویلي:

″مخدر مواد یوازې د افغانستان مشکل نه دی. دا یوه سیمیزه او نړېواله مساله ده.

طبیعي ده چې دا دافغانستان لپاره هم یو لوی مشکل دی.″


عثماني زیاته کړې، چې د افغانستان حکومت د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي په خاطر د اذربایجان له حکومت سره نږدې تماس لري او د مخدرو موادو د قاچاق د کنټرول لپاره یې پر ځينی مواردو موافقې هم کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی، چې له افغانستانه د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوی لپاره باید په نړیواله کچه مبارزه وشي.

ضرار احمد مقبل عثماني د مخدرو موادو د قاچاق د کنټرول لپاره د اذربایجان له حکومت سره د تماسونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د افغانستان د بهرنیوچارو د وزارت اعلامیه وايي چې د ښاغلی عثماني د تیرې دوشنبې په ورځ له کابله د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان په سفر ووت .
XS
SM
MD
LG