د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

د ننګرهارملي راډیو تلویزیون پخوانۍ ارشیف په بشپړه توګه له منځه تللی


هغه چاودنې او وسله واله نښته، چې د پنجشنبې په ورځ د جلال اباد ښار پر لومړی ناحیه ترسره شوې، د نورو شخصي مارکیټونو له زیانمن کیدو سره خوا کې د ننګرهار ملي راډيو تلویزیون نيمايي ودانۍ په بشپړه توګه ړنګه شوې او د دې تلویزیون پخوانی تاریخي ارشیف هم په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

د ملي راډیو تلویزیون رييس پوهنیار انجنیر زلمی ازادۍ راډیو ته وویل، چې دې ټلویزیون په ۱۳۶۳ کال کې نشرات پيل کړي او له هغه وخت راهیسې د ارشیف شویو خپرونو یوه کست هم نه ده پاتې:

"په دې پېښه کې زموږ د ملي رادیو تلویزیون ودانۍ هاغه غاړه بشپړه خرابه شوې،په ارشیف کې یو کست هم نه دی پاتې،په ۱۳۶۳ کال کې چې دې تلویزیون نشرات پيل کړي،له هغه وخت نه ډول ډول خپرونې،بیلابیلې برنامې په دې ارشیف کې ثبت شوې وې،دا زموږ لپاره ډيره لویه ضربه ده"

انجنیر زلمی وايي دوی ته په لوړه اندازه مالي زیانونه اوښتې خو کره اندازه ورته نه معلومیږي.

دارنګه نوموړی وايي،په دې پېښه کې د دوی دوه تنه کارمندان هم زخميان شوي دي:
"هو په دې پېښه کې زموږ دوه کارمندان،چې یو د راډيو پروډیوسر و،محمود واکمن او یو بل تخنیکر دواړه زخميان شوي و،چې له درملنې وروسته کورو ته ستانه شوي دي"

په دې پيښه کې شوې چاودنې دومره زوروې وې،چې د ښار په واټونو کې د لویو مارکیټونو،هوټلونو،دکانونو او ان د ځینو کورونو ښيښې هم ماتې شوي او د ښار بڼه يې بدله کړې.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی سحرګل امیرزی وايي خلک غریب دي او دې پيښې ورته لوړه کچه مالي زیانونه وراړولي دي:

"په دې پېښه کې عامو خلکو ته ډير مالي زیانونه اوښتي،په سلګونو دکانونه،هوټلونه د ځینو کورونو هغه څه،چې نازک دي ټول مات شوي،یانې زه ویلی شم چې په سل مترې کې داسې څه روغ نه دي پاتې،چې هغه د ماتې دو وي، نو زه د ښار د یوه اوسیدونکي په توګه دا پېښه په کلکو ټکو غندم"

بل خوا د جلال اباد ښآر اوسیدونکی اکرام الله اکرام وايي،نه یوازې،چې نننۍ خونړۍ پيښې ځاني او مالي زیانونه اړولي،ددې ښار پر اوسیدونکو يې ډير منفي اغیز هم کړی دی:

"اول دغه یو محصل،چې هغه زده کړې کولې په دې پېښه کې ولګیده د هغه څه ګناه وه،او بل د طب له پلوه دا پر خلکو ډير منفي اغیز کوي،پر ځوانانو،سپین ږیرو،زنانه وو او ماشومانو دوی ته روحي تکلیف پيدا کوي"

د ننګرهار د امنيتي چارواکو په خبره دغه پېښه، نن سهار وختي شاوخوا پينځه بجې لومړی د یوه موټر بم په واسطه چاودنه شوې،وروسته د درې نیم ساعتونو پورې وسله واله نښته ترسره شوې،چې په پایله کې اووه تنه ځان وژونکي برید ګر،لس تنه امنيتي کسان او یو ملکي وګړی وژل شوي او دارنګه څوارلس تنه نور امنيتي سرتیري په کې زخمیان شوي دي.

وسله والو طالبانو ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی او زیاتوي،چې په دې پېښه کې په لسګونو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ننګرهار : شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG